د مجردو او کونډو ایراني‌ ښځو د ودونو په اړه د پارلمان د وکیل څرګندونې ناندریزې شوې

women

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

د ایران پارلمان یوه وکیل امیر حسین بانکي‌پور ویلي "په هېواد کې مجردې نجونې د مجردو ځوانانو کمښت ته په کتو له هغو مسلمانانو او شیعه ګانو سره ودونه وکړي چې ایرانیان نه دي خو له ایراني نجونو سره ودونه غواړي".

هغه وویل، د ۹۵ کال کې شوې څېړنې د شمېرو له مخې، تر ۳۰ کلونو د لوړ عمر لرونکو نجونو "شمېر شا او خوا یو میلیون، ۴۰۰ زره، د طلاق شویو یا هغو ښځو شمېر چې په یوه ډول یې خپل مېړونه له لاسه ورکړي ۷۰۰ زره وو."

د ایران پارلمان کې د اصفهان دغه وکیل دا هم ویلي چې "له هغو مسلمانانو او شیعه ګانو سره ګډ ژوند پیلول چې له ایراني ښځو سره واده کول غواړي"، د دې لامل کېږي چې نه یوازې کلتوري پراختیا رامنځته کېږي بلکې نړیوالې اړیکي هم ورسره پیاوړي کېږي.

د نوموړي دغو څرګندونو ته د ایران د پارلمان ځینو وکیلانو توند غبرګونونه ښودلي او په علني غونډه کې بحث پرې شوی دی.

امیر حسین بانکي‌پور د ایران پارلمان کې د د کورنیو د ملاتړ او د ځوان نسل د ګډ کمیسیون د چارو مشر دی.

د پارلمان په غونډه کې ځینې ښځینه وکیلانې د ښاغلي بانکي‌پور کمیسیون کې راغونډې شوې او له هغه یې وغوښتل چې بښنه دې وغواړي.

د ایسنا د خبر له مخې، ځینې نارینه وکیلان هم هغه وخت پوه شول چې ښاغلي بانکي‌پور دا مسله بیا وړاندې کړه او هغوی هم په لوړ غږ اعتراض وکړ.

د ملي امنیت د کمیسیون یوه غړي وکیل مرتضی محمودوند په غوسه خبرې وکړې او د بانکي پور خبرې یې وغندلې، هغه ته یې وویل "ایا رښتیا تا دا خبرې کړې دي؟"‌ ځینو وکیلانو هغه ارام کړ او د ناستې بلې خوا ته یې بوت.

ISNA

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، د پارلمان دغه وکیل وویل: "زه له هغو مېرمنو چې ښايي د رسنیو د غلط رپوټ ورکولو له کبله په ناسم ډول پوهېدلې بښنه غواړم، خو باوري یم چې پر دې ډول تورونو تبصره اړینه ده".

د تهران یوې وکیلې فاطمه قاسم پور او نورو وکیلانو هم خپل اعتراضونه وړاندې کړل او له بانکي پور یې وغوښتل چې باید بښنه وغواړي.

د وکیلانو له اعتراض وروسته، ښاغلي بانکي پور وویل، رسنیو یې د یادې مسلې په اړه خبرې غوڅې کړې دي او ناسم پوهاوی یې رامنځته کړی دی.

هغه وویل، خبرې یې په یوه "علمي او اکاډیمیک چاپېریال کې" کړې دي چې هلته د "شمېرو تحلیل" روان و.‌

د پارلمان دغه وکیل وویل: "زه له هغو مېرمنو چې ښايي د رسنیو د غلط رپوټ ورکولو له کبله په ناسم ډول پوهېدلې وي بښنه غواړم، خو باوري یم چې پر دې ډول تورونو تبصره اړینه ده".