ایا چین او امریکا پر تایوان د جګړې خوا ته روان دي؟

China's State Councilor and Defence Minister General Wei Fenghe speaks at a plenary session during the 19th Shangri-La Dialogue in Singapore 12 June 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چین دفاع وزیر د تایوان په تړاو د امریکاپر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې
    • Author, ټیسا وونګ
    • دنده, بي بي سي نیوز، د اسیا ډیجیټل خبریاله
  • د خپرېدو وخت

له هغې اونۍ وروسته چې د امریکا ولسمشر چین ته پر تایوان خبرداری ورکړی و، چینايي چارواکو اوس خپل تر ټولو کلک غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د تایوان د خپلواکۍ هر ډول "هڅه به په بشپړ زور وځپي".

د یکشنبې په ورځ د چین د دفاع وزیر وې فېنګې امریکا د تایوان د خپلواکي په ملاتړ تورنه کړه او ویې ویل چې دوی پر "تایوان له خپلې ژمنې اوړي" او د چین په کورنیو "مسایلو کې لاسوهنه" کوي.

ده په سېنګاپور کې د اسیا امنیتي سرمشریزې شنګرېلا ډایالوګ ته خپله وینا کې وویل: "دا په ښکاره وایم، که هر چا له چین نه د تایوان جلا کولو هڅه وکړه، موږ به له جګړې ډډه ونه کړو. موږ به په هره بیه او تر پایه جګړه کوو. دا د چین لپاره یوازېنی انتخاب دی".

د چین د دفاع وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن څه موده وړاندې چین ته خبرداری ورکړی و چې تایوان کې له "خطر سره لوبې" کوي او او هوډ یې ښوولی و که پر دې ټاپو برید وشي، نو له نظامي پلوه به یې ملاتړ وکړي.

تایوان ځان یو خپلواک هېواد بولي خو چین پرې له پخوا راهیسې ادعا کوي. تایوان هم امریکا خپل یو تر ټولو لوی ملګری بولي او د یوه قانون له مخې امریکا اړه ده چې تایوان سره د خپل ځان د دفاع په برخه کې مرسته وکړي.

نو ایا امریکا او چین د تایوان پر سر د پوځي شخړې پر لور روان دي؟

A handout photo made available by the Taiwan Presidential office shows Taiwan President Tsai Ing-wen handling the Kestrel anti-armor rocket launcher during her visit inside a military base in Taoyuan city, Taiwan, 2 June 2022.

د عکس سرچینه، Taiwan Presidential Office

د عکس تشریح، د تایوان ولسمشرې سای اېنګ وېن په یوه دولتي انځور کې د ټانک ضد توغندی پر اوږه کړی چې په وروستیو کې پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شو

یوه لویه اندېښنه دا ده چې پر تایوان د چین یرغل پر مهال جګړه پیلېدای شي. بیجېنګ پخوا ویلي وو که اړتیا وه نو ټاپو به په زور ونیسي.

خو شنونکي وایي چې اوسمهال دا کار شونی نه ښکاري.

داسې بحثونه دي چې ایا چین دومره نظامي وړتیا لري چې پر تایوان یرغل کې بریالی شي. تایوان هم خپل هوايي او سمندري ځواک خورا پراخ کړی.

شنونکي مني چې بیجېنګ هم پر دې پوه دی چې دغه ډول یو ګام به نه یوازې د چین بلکې د ټولې نړۍ لپاره ناوړه پایلې ولري.

وېلیم چونګ چې د جنوب ختیځې اسیا د مطالعاتو مرکز غړی دی وايي: "څرګندونې ډېرې کېږي خو چین باید ټولو اړخونو ته ډېر جدي پام وکړي که غواړي پر تایوان یرغل وکړي په ځانګړي ډول اوکرایین کړکېچ ته دومره نژدې… د چین اقتصاد د روسیې پرتله له نړیوال اقتصاد سره خورا ډېر نښتی دی"

چین تل دا دریځ لرلی چې تایوان سره په سوله اییز ډول یو ځای کېدل غواړي او دا چې یوازې د پارولو پر وخت به ګام اخلي.

یو پاروونکی ګام داکېدلی شي که چېرته تایوان په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان وکړي، خو د تایوان ولسمشرې سای اېنګ وېن له دې ګامه ډډه کړې که څه هم په وار وار یې ویلي چې هېواد یې خپلواک دی.

دې سره هم مهاله امریکا هم غواړي اسیا کې له یوه ګران بیه پوځي کړکېچه ډډه وکړي او په وار وار یې ویلي چې جګړه نه غواړي.

د امریکا دفاع وزیر لایډ اسټن هم دې سرمشریزه کې ګډون کړی وو او ویې ویل چې هېواد یې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي اونه هم "یوه نوې سړه جګړه" غواړي.

US President Joe Biden attends the QUAD leaders summit in Tokyo, Japan, 24 May 2022.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د تایوان په باب د امریکا ولسمشر جو بایډن وروستۍ څرګندونو ته ځینو د امریکا سیاست کې د ښکاره بدلون په سترګه کتلي

کالېن کوه چې په اېس راجارتنم نړیوالو مطالعاتو انستېتیوت کې څېړونکی دی وايي: "دواړه اړخونه د تایوان پر وړاندې په خپل دریځ کلک ولاړ دي. دواړه غواړي ځانونه ځواکمن وښيي او نه غواړي کمزوري ښکاره شي. خو دې سره هم مهاله دواړه غاړې د سراسري جګړې یا کړکېچ د زیانونو په اړه هم خبر دي."

د چین او امریکا دفاع وزیرانو د شنګرېلا سرمشریزې په څنډه کې سره رسمي ناسته درلوده او ښاغلی کوه وايي "دا یوه مثبته نښه ده چې دواړه غاړې سره خبرې ته کېني او په ډیالوګ باور لري او غواړي د خبرو له لارې مسایل حل کړي."

خو دې سره سره هم نژدې راتلونکي کې داسې باور دی چې چین او امریکا به د تایوان پر سره خپل دریځونه نرم نه کړي.

چین کېدلی شي د تایوان شاوخوا فضايي حریم کې خپل پوځي ماموریتونه ګړندي کړي چې پر مټ یې غواړي د تایوان پوځي ځواکونه ستړي کړي او زغم یې وازمايي.

دواړو امریکا او چین لپاره پر تایوان د "خپلو دریځونو بدلولو په برخه کې سیاسي لېوالتیا نشته" ځکه چې هېوادونو کې یې مهم بهیرونه مخته دي. امریکا کې به نومبر کې منځمهاله ټاکنې کېږي او د کال په پای کې به د چین واکمن کمونېست ګوند شلمه کلنۍ غونډه کوي چې ولسمشر یې شي جېن پېنګ به غواړي خپل واک لا نور ټینګ کړي.

ښاغلی چانګ په دې اړه وايي: "مهمه خبره دا ده چې هېڅ غاړه هم کړکېچ نه غواړي. خو اوس لپاره کړکېچ ته نه لېوالتیا په دې مانانه ده چې مساله حل ده، دا حالت به تر یو څه وخته همداسې وي.‌"