د امریکا راپور ته غبرګون؛ طالبان وايي افغانستان کې د اقلیتونو مذهبي حقوق خوندي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړی دی.
په دې رپوټ کې پر طالبانو نیوکه شوې وه چې بېرته واکمنېدو سره یې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ازادي ختمه شوې او ځینو مواردو کې یې ژوند ته خطر پېښ شوی، خو طالبانو دا موندنې رد کړې دي.
په رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې د شیعه وګړو په ګډون ځینې نور مذهبي لږکي او د نورو ادیانو وګړي د طالبانو بیا واکمنېدو را وروسته اندېښنه کې ژوند کوي او نشي کولی چې په ازادۍ سره عبادت وکړي.
رپوټ کې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو بریدونو ته هم اشاره شوې ده.
یاد رپوټ افغانستان کې د سېکانو په هواله ویلي چې دا ډله لا هم په ټولنه کې ځورول کېږي. رپوټ کې همدا راز ادعا شوې ده چې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا سل تنه (احمدي مسلمانان) له افغانستان وتلو ته اړ شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټ افغانستان کې د مېشتو عیسوي وګړو په تړاو وایي، دا کسان د خپلې کورنۍ یا ټولنې لخوا ګواښل کېږي او ورته ویل کېږي چې که بېرته اسلام ته وا نه وړي نو طالبانو ته به وسپارل شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي "په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقوق خوندي دي. په دې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او په ناسمو معلوماتو بنا دی."
هغه همدا راز زیاته کړې چې "زموږ ټول اهل سنت، اهل تشیع، سیک او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي."
په افغانستان کې د شیعه وګړو کره شمېر نه دی مالوم، خو دوی د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت دي او بېلابېلو قامونو یا توکمونو پورې اړه لري.

دې هېواد کې نورو ادیانو د وګړو د شمېر په تړاو هم کره مالومات نشته. سېکان او هندوان په دودیزه توګه پلازمېنه کابل او ځینو نور پښتون مېشتو ولایتونو کې له پېړیو راهیسې اباد وو، خو وروستیو کلونو کې یې شمېر ډېر کم شوی.
داسې ویل کېږي چې دا مهال افغانستان کې کې د سېکانو او هندوانو د کورنیو شمېر له زرګونو راکم شوی او یوازې یو څه سله کورنۍ پاتې دي.
تېر کال اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته هم ګڼ شمېر سېکان او هندوان له خپلو کورنیو سره هند ته کډه شول، چې هلته وروسته پناه ورکړل شوه او لا هم افغانستان ته نه دي ستانه شوي.


















