ملګرو ملتونو د ترکیې د نوم 'سم تلفظ' غوښتنه ومنله

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

ملګرو ملتونو د انقرې هغه رسمي غوښتنه منلې چې نړۍ کې به د ترکیې نوم د دوی په ژبه په سمه بڼه تلفظ او لیکل کېږي.

له څو نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي و چې د ترکیې د نوم سم تلفظ هغې بڼې ته واړوي او رسم الخط یې بدل کړي چې تېر کال یې په تړاو د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان کمپاین پیل کړی و.

رجب طیب اردوغان د ډسمبر په میاشت کې ویلي وو: "ترکیه د ترکانو د کلتور، تمدن او ارزښتونو غوره استازیتوب کوي"

ملګرو ملتونو ویلي د ترکیې د نوم تلفظ او لیک بڼه کې یې سم لاسي بدلون وروسته له هغې راوست چې تېره اونۍ یې دغه هېواد غوښتنه کړې وه.

اوس هوکړه شوې چې د دغه هېواد نوم به په ترکۍ ژبه تلفظ کېږي او د دغه هېواد په رسم الخط به لیکل کېږي.

ډیری ترکان لا د مخه د ترکیې نوم پر خپله ژبه تلفظ کوي خو د ترکیې انګلیسي بڼه تلفظ په پراخه کچه کارول کېږي ان په خپله ترکیه کې هم.

د دې تلفظ لپاره لا د مخه ترکیه کې کمپاینونه پیل شوي وو، د ترکیې د ټولو تولیداتو په برانډېنګ کې هم همدغه نوم لیکل کېده. په جنوري کې د (سلام ترکیې) په نامه یو ګرځندوی کمپاین هم پیل شوی و.

د ترکیې دولتي تلویزیون (ټي ار ټي) ټینګار کاوه چې د نوم تلفظ دې ژر هغې بڼې ته واړوي چې تېر کال یې رسمي غوښتنه او اعلان شوی و.

ترکی چارواکی

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې نوم له دې وړاندې ټرکي تلفظ کېده چې دا کلمه په انګرېزۍ ژبه کې هغه حیوان ته ویل کېږي چې د نوي کال او کرسمېس ځانګړو مراسمو خواړه یې دي موږ یې فیلمرغ یادوو.

د ټرکي (فیلمرغ) تصویر د دوی په مانا بد او ناخوښه دی او په کمبریج ډکشنرۍ کې یې هم د نوم مانا کم عقله او احمق یاد شوی دی.

سره له دې چې حکومتي چارواکو د دغې پرېکړې ملاتړ کړی خو په مجازي نړۍ کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه.

یو شمېر یې په تړاو وايي، د اردوغان پرېکړه ناسمه ده، د اقتصادي کړکېچ په جریان کې په دا ډول پرېکړو غواړي راتلونکي ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.

دا چاره هېوادونو لپاره غیر معمولي کار نه دی، چې خپل نوم دې بدل کړي.

په ۲۰۲۰ کال کې هالنډ خپل نوم بدل او نیدرلنډ یې کړ.

او له دې مخکې مقدونیې له یونان سره د سیاسي شخړې له امله خپل نوم شمالي مقدونیې ته واړاوه او سویزرلنډ نوم په ۲۰۱۸ کال کې ای سواتیني ته واوښت.

په تاریخ کې همدا راز ایران ته فارس ویل کېده، سیام ا وس ټایلنډ دی او روډیشیا په زیمبابوې بدله شوې.