اوکرايین: روسي پوځیان ختيځ کې مهم ښار ته ننوتلي

د عکس سرچینه، AFP
اوکراييني چارواکي وايي روسیي ځواکونه د دغه هېواد ختيځ کې سيورودونيڅک ښار ته چې له څو ورځو راهيسې پرې جګړه روانه وه ننوتلي دي.
د دغه ښار يو چارواکي رومن ولاسينکو چې په لوهانسک کې دی د اوکرايين يوې خبري وېبپاڼې ته ويلي، دښمن په دې ونتوانېد چې له دوو اړخونو دغه ښار ته ننوځي خو وايي، ډېر پرمختګ يې نه دی کړی زموږ ځواکونه يې مخه نيسي.
نوموړی وايي، د روسيې بريدونه په نژدې ليسيچانسک هم روان دي.
دغه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوه تازه مرکه کې ویلي چې د اوکرایین ختیځ کې د دونباس سیمې ازادول د دوی بې قید او شرط لومړیتوب دی.
هغه دې مرکه کې یو ځل بیا پر اوکرایین د کړي یرغل ننګه کړې او ویلي یې دي هدف دا دی چې خپل دا لوېدیځ ګاونډی غیر نظامي کړي.
ښاغلي لاوروف د کرملین ماڼۍ دا ټکي هم تکرار کړي چې دوی "د اوکرایین د نازي رژیم" پر وړاندې جنګېږي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر دې مرکه کې دا ګنګوسې هم رد کړې چې ګوندې ولسمشر یې "ولادیمیر پوتین" ناروغ دی.
ښاغلی پوتین چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې روسیه کې واک کې دی، را روان اکتوبر کې ۷۰ کلن کېږي.
سرګي لاوروف د فرانسې لومړي کانال سره مرکه کې ویلي ولسمشر پوتین په پرله پسې ډول عام محضر کې راڅرګندېږي او دی فکر نه کوي چې "عاقل خلک دې هغه کې د ناروغۍ یا ناخوښۍ" نښې وګوري.
لاوروف د اوکرایین جګړې د بشري زیان او د سر بیې په اړه د پوښتنې ځواب کې ادعا وکړه چې ګوندې روسي ځواکونه تر سختو اصولو او مقرراتو لاندې فعالیت او پر ملکي تاسیساتو له هوايي او ځمکنیو بریدونو په کلکه ډډه کوي.

د عکس سرچینه، EPA/UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې دغه هېواد کې لږترلږه ۴۰۳۰ ملکي کسان وژل شوي او څه باندې ۴۷۰۰ ټپیان دي.
اټکل دا دی چې د دې جګړه د پوځي مرګژوبلې شمېر به تر دې ډېر لوړ وي.
دې جګړې همدا راز تر ۱۴ میلیونو ډېر کسان بې ځایه کړي او بشپړ ښارونه پکې ویجاړ شوي دي.
د اوکرایین جګړه اوس تر ډېره پر دونباس تراړه ورټوله ده چې پر کانونو او طبیعې زیرمو بډایه دونېڅک او لوهانسک سیمې ځان کې رانغاړي.
د دغو دوو سیمو بېلتونپال وسله وال چې روسیې سره ګډه ژبه او تاریخي اړیکي لري، په ۲۰۱۴ کال کې د خپلواکۍ جګړه پیل کړې او اوس روسي ځواکونو سره اوږه پر اوږه یوه سنګر کې جنګېږي.
سرګي لاوروف دغه فرانسوي تلویزیون سره مرکه کې وايي: "د ډونېڅک او لوهانسک بریا، چې خپلواکي یې د روسیې فدراتیف لخوا په رسمیت پېژندل شوې، د کرملین بې قید او شرطه لومړیتوب دی."
هغه زیاته کړه تر دې ورهاخوا د اوکرایین د خلکو خپل کار دی چې روښانه کړي، چې ایا له خپل نئونازي او روسي ضد رژیم راضي دي که نه.
روسیې وار له مخه د کیېف د نیولو هڅه کې د اوکراییني ځواکونو لخوا پر شا له تمبول کېدو وروسته له دې هڅې لاس اخیستی او ویلي یې دي چې غواړي جګړه د اوکرایین پر ختیځ متمرکزه کړي.

د عکس سرچینه، EPA/UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE
روسي ځواکونه په دې وروستیو کې له خارکیېف هم په شا وتمبول شول.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د یکشنبې پر ورځ د دغه ښار لومړۍ کرښې ته د سفر پر مهال وویل ځواکونه به یې تر "وروستي سړي" د خپلې خاورې دفاع وکړي.
هغه وویل روسیه د بري چانس نه لري، دوی به وجنګېږي او له شک پرته به بریالي کېږي.



















