د اسرائيلو لومړي وزیر د ایران د اټومي پروګرام په اړه "محرم اسناد" خپاره کړي

د عکس سرچینه، TWITTER
د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ د ایران د اټومي پروګرام په اړه اسناد خپاره کړي چې د هغه په وینا "ایران دولت د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې اسناد غلا کول او په دې کار یې ځان د دې ادارې له پوښتنو خلاصاوه."
ښاغلي بېنېټ د دې اسنادو لېنک پر خپله ټویټر پاڼه د (ایران د فریبکارۍ نقشې) تر نامه لاندې خپوره کړی.
داسې ښکاري چې دا اسناد د وال سټریټ د هغه رپوټ سرچینه وه چې یوه اوونۍ مخکې دغې ورځپاڼې خپور کړی و.
ورځپاڼې لیکلي، د ایران دولت چارواکو ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو کې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې اسناد پټ کړي او بیا یې خپلو لوړ پوړو سیاسي او پوځي چارواکو ته ورکړي دي چې له هغې د ځینو سناریو ګانو او پټو فعالیتونو په پټولو کې کار واخلي.
نفتالي بېنېټ په خپله تازه ویډیو کې څه وايي؟
د اسرائیلو لومړي وزیر له اسنادو سره یو ځای یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې هغه د داووس په سرمشریزه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندونو ته ځواب وايي.
ښاغلي امیر عبداللهیان د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې د اسنادو د غلا په اړه د وال سټریټ ورځپاڼې خپور شوی راپور دروغ بللی و.
ښاغلي بېنېټ په ویډیو کې چې پر خپله ټویټر پاڼه يې خپره کړې وه هغه کاغذونو ته په اشارې چې هغه ساتلي وو ویلي: "زه ستاسو د دروغو ثبوت لرم."
نوموړي پر ایران تور پورې کړ چې د اټومي انرژۍ له ادارې یې اسناد غلا کړي او د دې مالوماتو په کارولو سره غواړي پوه شي چې دا اداره د ایران په اټومي پروګرام کې غواړي څه ولټوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ایران هڅه کوي د دې اسنادو پر مټ داسې شواهد ومومي چې د اټومي انرژۍ د ادارې له پوښتنو پرې ځان خلاص کړي.
د اسرائیلو لومړي وزیر په ویډیو کې ویلي: "موږ څنګه پوهېږو؟ ځکه چې موږ څو کاله مخکې د ایران د دوکې پر پلان خبر شوو."
ښاغلي بېنېټ اشاره د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ۲۰۱۸ کال کې د اسرائیلو بې ساري عملیاتو ته وه چې پکې اسرائیلي مامورینو ایران کې له یوه ګودامه د ایران د اټومي پروګرام اړوند زرګونه اسناد غلا کړل او اسرائیلو ته یې واستول.
بېنېټ د هغه په لاس کې موندل شویو اسنادو ته په اشارې وویل: "دلته په فارسي ژبه سلګونه پاڼې دي چې د ایران د استخباراتو وزارت ټاپه پرې لګېدلې."
نوموړي په ځانګړې ډول د محسن فخري زاده نوم یاد کړ، چې په ځینو اسنادو کې یې نوم څرګند شوی او ملي دفاع وزارت دا اسناد هغه ته د کتنې لپاره استولي دي.
محسن فخری زاده د ایران د اټومي پروګرام په یوه خوندي برخه کې یو له مهمو کسانو او د دفاع وزارت د څېړنو او کشف ادارې مشر و چې د ۱۳۹۹ کال تهران کې په پېچلو عملیاتو کې ووژل شو.

د عکس سرچینه، IRNA
په دغو اسنادو کې څه دي؟
د ښاغلي بېنېټ له خوا د اسنادو خپاره شوي فایلونه هغو اسنادو پورې تړاو لري چې ایران ظاهرا د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د لومړنیو کلونو له لیدني او څېړنې ترلاسه کړي او اړوندو کسانو ته یې لېږلي چې له مخې یې ځانونه د دغې ادارې څېړنو او پوښتنو ته چمتو کړي.
په دغو اسنادو کې د محسن فخری زداه نوم هم په څو مکتوبون کې لیدل شوی،او دا په ډاګه کوي چې دا اسناد هغه ته هم ورکړل شوي.
په خپرو شویو اسنادو کې یوه پاڼه په ۱۳۸۳ کال او "کیمیا معدن" پورې تړاو لري چې په کې د هغه وخت دفاع وزیر علي حسیني تاش د فخري زاده پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا شرکت یو له مهمو موضوعاتو دی او ژر یا په ځنډ به یې دوی په تړاو تر پوښتنې لاندې راځي.
په پاڼو کې راغلي چې دغه چارواکي ټینګار کړی چې "دې کار لپاره باید له وړاندې بشپړه سناریو ولرو" هغه له فخري زاده غوښتي چې باید ډېر ژر د دې مسلې حل لاره ومومي.
دې پاڼې سره یو سند هم خپور شوی چې پکې ښکاري د "کیمیا معدن" شرکت د لغوه کېدو په نېټه کې لاسوهنه هم شوې ده.




















