سینیګال زېږنتون کې د اور لګېدنې له کبله ۱۱ نوي زېږېدلي ماشومان وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

سینیګال ولسمشر وايي، د هېواد یوه روغتون کې یې د اور لګېدو له کبله ۱۱ نوي زېږېدلي ماشومان وژل شوي دي.

ولسمشر ماکې سال په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، اور د تېوااني سیمې عبدو عزیز روغتون په زېږنتون څانګه کې لګېدلی و.

ځايي سرچینې وايي، لمبې د برېښنا مزو کې د اورلګېدو له کبله خپرې شوې.

ځايي ښاروال دیمبا دیوپ سی وايي، درې ماشومان د اور له لمبو ژغورل شوي دي.

ښاغلي سی ځايي رسنیو ته وویل، اور په خورا چټکۍ سره خپور شو، خو د اور وژنې کارکوونکي په چټکۍ د پېښې ځای ته ورسېدل.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د ځايي رسنیو په حواله ویل شوي چې دغه روغتون په دا نژدې وروستیو کې نوی پرانیستل شوی و.

ولسمشر سال په خپل ټویټر پیغام کې ویلي:

''د دوی له مېندو او خپلوانو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوم. ''

د سینیګال عامې روغتیا وزیر عبدالایي ضیوف سار چې جنېوا ته د روغتیا نړیوال سازمان په یوه غونډه کې د ګډون لپاره تللی، په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''دا ډېره بدمرغه او دردونکې پېښه ده. ''

نوموړي زیاته کړې، د پېښې په هکله به پلټنه وشي او دی هېواد ته د ستنېدو لپاره خپل سفر لنډوي.

د سنیګال عامې روغتیا وضعیت په هکله له دې پېښې وروسته پر خواله رسنیو خورا تاوده بحثونه راپورته شوي او نیوکې کېږي.

د پارلمان اپوزېسیون غړي مامدو لامیني دیالو پر حکومت نیوکه کړې او په یوه ټویټر پیغام کې یې ویلي: په یوه دولتي روغتون کې نور ماشومان وسوځېدل... دا د زغملو نه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل سیمه ییز مسوول سیدي ګاسما هم له حکومته غوښتي چې د پېښې ازاده پلټنه وکړي او عاملینو ته سزا ورکړي.

ایمنسټي پروسږ کال د سینیګال په لینګویري سیمه کې د یوې ورته پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ټولو زېږنتونونو ارزونې غوښتنه کړې وه.