عراق کې د کورونا ناروغانو ځانګړي روغتون کې اور مرګ ژوبله اړولې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د عراق د پلازمینې بغداد په ابن خطیب رغتون کې چې د کوویډ-۱۹ ناروغانو درمنله پکې کېږي، اور لګېدو لږترلږه ۸۲ کسان وژلي دي.

رپوټونه وايي دا اور د اکسیجن د یوې ډبې د چاودنې له کبله لګیدلی.

پېښه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپي شوي هم دي.

د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي د دې "غمجنوونکې پېښې" په تړاو د سملاسي څېړونو امر کړی دي.

په عراق کې د چارشنبې په ورځ په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ‌شمېر یو میلیون کسانو ته رسېدلی چې دا د هر بل عربي هېواد پر تله لوړه شمېره ده.

"بې غوري"

د ځینو سرچینو په وینا، اور تر لګېدو وروسته پر خواله رسنیو د ګڼو کاروونکو غوسې راپارېدلې دي.

د بغداد والي محمد جابر او د روغتیا وزارت "د هغو کسانو د پوښتنو ګروېږنو او عدالت ته د راکاږلو لپاره یوه څېړنډله جوړه کړې ده چې کاري عفلت یې کړی دی".

د حکومت د بشري حقونو کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا پېښه "د کورونا وېروس د هغو ناروغانو په حق کې جرم دی چې خپل ژوند یې د روغتیا وزارت په واک کې ورکړی و او د دې پرځای چې ودرملل شي، د اور خوراک شول".

له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي غوښتل شوي چې د روغتیا وزیر حسن التمیمي استعفا ته اړباسي او "عدالت ته یې راکش کړي".

الکاظمي دې غوښتنې ته په غبرګون کې "په روغتیا وزارت کې د چارواکو د چټک تحقیق" امر کړی او د "روغتون له مشر، امنیتي او د خوندیتوب ډلو د پوښتلو او نیول او تر هغو یې د نه خوشي کولو امر کړی چې ګناهکاران محاکمې ته راکش نه کړی شي".

د یکشنبې په ګهیځ د ملکي دفاع برخې وویل، اور کابو شوی، خو لا تر اوسه روغتیا وزارت د وژل شویو او ټپیانو دقیقه شمېره نه ده اعلان کړې.

په عراق کې د کوویډ-۱۹ لومړنۍ پېښه د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې مشخصه شوه.

له هغه وروسته د روغتیا وزارت تر اوسه په دې هېواد کې په کورونا وبا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون او ۲۵ زرو ډېر ښودلی او ۱۵۲۱۷ ترې مړه شوي دي.

عراق کې هره ورځ د کورونا شاوخوا ۴۰ زره ازموینې کېږي.

په کوویډ-۱۹ اخته ډېری ناروغان د اکسیجن اخیستو لپاره روغتونونو ته وړل کېږي.

تېره میاشت عراق کې د کورونا وېروس د واکسین لړۍ پیل شوه، چې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه ۲۷۴۳۴۳ کسانو ته لومړنۍ ډوز ورکړل شوی دی.