تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتون کې اورلګېدنه؛ ډاکترانو د اور لمبو کې د زړه جراحي عملیات وکړل
د روسیې یوه روغتون کې ډاکترانو داسې مهال د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړ، چې د روغتون چت کې اورلګېدلی و او د اور وژونکو ډلې یې د کنټرولولو او وژلو هڅه کوله.
د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګووېشچینسک ښار له دغه روغتون څخه ۱۲۰ کسان ایستل شوي او د اورلګیدنې له کبله د مرګ ژوبلې راپورنه دی ترلاسه شوی.
د زړه دا عملیات د روغتون لومړي پوړ کې عملیات خونې ته د برېښنا د غځول شوي اضطراري مزي په مرسته داسې حال کې بشپړ شوی، چې د عملیات له خونې لوګی د پکیو په وسیله ایستل کېدل.
د زړه دا ناروغ هم د عملیات تر بشپړېدو وروسته له روغتون ایستل شوی دی.
د دغو عملیاتو مشر جراح والېنټاین فیلاتوف وايي روغتیايي ډلې یې "باید دا شخص ژغورلی وی، او څه چې یې وس کې وو، هغه یې وکړل."
د زړه په دغو دوه ساعته عملیاتو کې چې د روغتون په دې زړې ودانۍ کې د اور له لګېدو څو شېبې وړاندې پیل شوی وو، د ډاکترانو او نرسانو یوې اته کسیزې ډلې برخه درلوده.
د روسیې د بېړنیو چارو وزارت وايي دا روغتون په ۱۹۰۷ کال د تزاري روسیې پر مهال جوړ شوی او د اور لمبې "د برېښنا په څېر په چټکۍ په لرګین چت کې خپرې شوې."
ګومان کېږي چې دا اور به یوه ساکټ کې د شارټۍ له کبله لګېدلی وي.
روغتیاپاله انتونیه سمولینا وايي د اور لګېدو له کبله د روغتون کارمنانو کې وېره او وارخطايي نه ده خپره شوې.
د امور سیمه ییز والي واسیلي اورلوف د دغو عملیاتو د جراحۍ ټیم مسلکي چلن او د اور د کنټرول لپاره د اور وژونکو هڅې ستایلې دي.
د دوی لپاره جایزې هم پام کې نیول شوي.
ویل کېږي دا د سیمې په کچه یوازنی روغتون دی چې د زړه د ناروغیو یوه متخصص ټیم پکې کار کوي.