شمالي کوریا کې ښايي له یو میلیون ډېر کسان په کورونا اخته وي

کوویډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

شمالي کوریا کې د کوویډ مثبتو پېښو ګواښ په زیاتېدو دی او ښايي تر یو میلیون ورسېږي.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پر روغتیايي چارواکو نیوکه کړې او پوځ ته یې امر کړی چې د درملو په وېش کې مرسته وکړي.

دولتي رسنیو ویلي، تر یو میلیون زیات کسان اوس په دغه هېواد کې په هغه ناروغۍ اخته دي چې پیونګ یانګ یې د "تبې" په نامه یادوي.

د رپوټونو له مخې، تر دې دمه ۵۰ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي خو دا څرګنده نه ده چې له شکمنو کسانو څخه د څومره کسانو کوویډ ازموینه مثبت وه.

د شمالي کوریا د ټیسټ ظرفیت محدود دی او همدا لامل دی چې ډېری کمې پېښې مثبت بلل شوې دي.

داسې اټکل کېږې چې ښايي شمالي کوریا د واکسین نشتوالي او کمزوري اقتصاد له امله له دې ویروسه سخته زیانمنه شي.

دولتي رسنیو ویلي، ښاغلي کیم جونګ اون د اوونۍ په پیل کې بېړنۍ ناسته جوړه کړي وه چې پکې یې پر روغتیايي چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې پر دې تورن کړل چې د درملو د وېش په بهیر کې یې ګډوډي رامنځته کړې.

هغه امر کړی چې پوځ دې په دې برخه کې ګام پورته کړي، چې په پیونګ یانګ ښار کې په سملاسي ډول د درملو د اکمالاتو بهیر منظم او چټک کړي.

دغه هېواد کې تېره اوونۍ د کوویډ لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه.

کوویډ

د عکس سرچینه، Getty Images

کېم جونګ اون د ویروس د کنټرول لپاره بېړني محدودیتونه وضع کړي چې په کې د یو شمېر دفترونو بندول او د ګڼې ګوڼې مخنیوی هم شامل دی.

نړیوالې ټولنې تېر کال شمالي کوریا ته میلیونونه ډوزه اسټرازینکا او چینايي کوویډ ضد واکسینونو د لېږد وړاندیز کړی و خو پیونګ یانګ ادعا کړې وه، چې د ۲۰۲۰ کال جنورۍ له پیل څخه یې د خپلو پولو له بندولو سره کوویډ کنټرول کړی دی.

داسې برېښي چې شمالي کوریا ته په ۲۰۲۰ کال کې له بهره ګڼ شمېر کسان ورغلي.

شمالي کوریا د کوویډ پر وړاندې د مبارزې چمتوالي لپاره پوره وخت درلود، خو هغه مهال یې د تګلارې د جوړولو پر ځای د پولو پر بندولو او دغه هېواد ته د ویروس پر مخنیوي پام ورټول و او همدا لامل دی چې اوس پېښې مخ په زیاتېدو دي.

روغتیا پوهان وايي، اوس بېړنۍ اړتیا ده چې دغه هېواد ته د ویروس ضد درمل وروړل شي او د ناروغانو درملنه پرې وشي.

اوس دغه هېواد بېړڼۍ مرستې ته اړتیا لري.

رپوټونو کې راغلي، شمالي کوریا له سویلي کوریا د واکسین د مرستو وړاندیز کړی خو تر اوسه بې ځوابه پاتې دی.