بریتانیا د پوتین پر پخوانۍ مېرمن او اوسنۍ ملګرې بندیزونه ولګول

Lyudmila Ocheretnaya (L) and Alina Kabaeva (composite image)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پوتین پخوانۍ مېرمن (کیڼ خوا) او ملګرې
د خپرېدو وخت

بریتانیا د روسیې د ولسمشر ولادېمیر پوتین پر پخوانۍ مېرمن "لېودمیلا اوچېرېتنایا" او یوې بلې ښځې "الینا کابایوا" چې ګومان کېږي اوس د هغه ملګرې ده، بندیزونه اعلان کړل.‌

دا بندیزونه بریتانیا ته د دغو ښځو پر سفر او شتمنۍ لګول شوي.‌

لېودمیلا اوچېرېتنایا تر ۲۰۱۴ کال پورې د روسیې د ولسمشر ښځه وه او الینا کابایوا اولمپیک کې د جمناستیک پخوانۍ لوبغاړې، د پارلمان مخکینۍ او د ملي رسنیو ګروپ د مدیره پلاوي اوسنۍ غړې ده.

د بریتانیا حکومت همدا راز د اغلې کابایوا د نیا "انا زاڅپلینا" نوم هم د بندیزونو لیست ته اضافه کړی دی.

پر دوی دغه بندیزونه پر اوکرایین د روسیې یرغل له کبله لګول شوي.

بریتانیا تر دې دمه له ۱۰۰۰ د ډېرو کسانو نومونه پر روسیې د بندیزونو لیست ته غورځولي‌ دي.

په دوی کې د ولادېمیر پوتین دوه لوڼې "کترینا ولادیمرونا تیخونوا" او "ماریا ولادېمیرونا ورونتسوا" هم شاملې دي.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس ویلي هدف دا دی چې د ښاغلي پوتین "داخلي کړۍ" له ورانکارۍ راوګرځول شي.

اغلې ټروس وايي بریتانیا به د اوکرایین تر بریا پورې پر هغو ټولو کسانو بندیزونو ته دوام ورکړي چې د پوتین د یرغل مرسته او ننګه کوي.‌

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې‌ پر روسیې بندیزونه یوازې هغه مهال لغوه کېدای شي،‌ چې ټول ځواکونه یې له اوکرایینه ووځي.‌

هغې تر دې وړاندې جرمني کې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو "جي -۷" د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي و چې متحدان باید د اوکرایین د مقاومت ملاتړ پراخ او چټک کړي.‌

اغلې ټروس ویلي ولسمشر پوتین باید داسې ماته وخوري چې د بل یرغل مخه ونیسي،‌ خو ځینې شنونکي خبرداری ورکوي چې دا دریځ به سیاسي جوړجاړی سخت کړي.

Putin and Kabaeva at a ceremony in 2001

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلی پوتین او اغلې کابایوا د ۲۰۰۱ کال یوه محفل کې

د می میاشت لومړیو کې ویل شوي وو چې اروپايي ټولنه د اغلې کابایوا په ګډون پر ځینو روسي شخصیتونو د بندیزونو پلان لري.‌

پر اوکرایین له برید راهیسې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او شاوخوا ۱۴ میلیونه اوکرایینیان بې ځایه شوي دي.

له دوی تر ۶ میلیونو ډېرو له خپل هېواده بهر پناه اخیستې.