افغانستان کې وژل شوي هندي ژورنالیست "دانش صدیقي" پولټزر جایزه وګټله

د عکس سرچینه، DANISH SIDDIQUI/INSTAGRAM
د ۲۰۲۱ کال لپاره د خبریالۍ ډکر کې خدماتو له کبله د پولټزر ویاړمنې جایزې ګټونکي اعلان شول.
دا جایزه سږکال څلورو هندي ژورنالیستانو ته ورکړ شوې چې افغانستان کې وژل شوی "دانش صدیقي" هم پکې دی.
دانش صدیقي، امت دوی، عدنان عابدي او ثنا ارشاد مټو له رویټرز خبري اژانس سره فوټو ژورنالیستان وو.
دوی ته دا جایزه د کورونا وېروس وبا پر مهال هند کې د اخیستو تصویرونو له کبله ورکړ شوې.
دانش صدیقي ۲۰۱۸ کال کې هم د روهنګیا مسلمانانو کړکېچ د تصویرونو له کبله پولټزر جایزه ګټلې وه.
پولټزر انسټیټیوټ اوکراییني ژورنالیستان هم خورا سختو حالاتو کې د کار له کبله ستایلي دي.
پر دې سربېره د هغو ژورنالیستانو کار او زیار هم ستایل شوی چې د تېر کال د جنورۍ پر ۶مه یې امریکا کې د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو چپاو او افغانستان کې یې واک ته د طالبانو راګرځېدو ته خبري پوښښ ورکړی دی.
د یادونې ده چې دانش صدیقي د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۲۶مه کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې د پوښښ پر مهال ووژل شو.
هغه کندهار کې له افغان ځانګړو ځواکونو سره د سفر پر مهال د طالبانو تر برید لاندې راغلی و.
دلته هغه عکسونه لیدی شئ چې له مخې یې دغو هندي ژورنالیستانو ته پولټزر جایزه ورکړ شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
دا عکس دانش صدیقي اخیستی. عکس کې ډیلي کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو خلکو د مړو سېځلو یو ځای لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا عکس د امت دوې دی. عکس کې لیدل کېږي چې یو روغتیايي کارمن د یوې ښځې تبه یا د وجود تودوخه ګوري.

د عکس سرچینه، Reuters
دا عکس ثنا ارشاد مټو اخیستی - عکس کې لیدل کېږي چې روغتیايي کارکوونکي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه کس ته د کورونا ضد واکسین لګوي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا د عدنان عابدي لخوا خیستل شوی عکس دی - عکس کې لیدل کېږي چې یو مړی سېځل کېدو ته نوبت کې ایښی.



















