تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه؛ له ازوفستال ملکي خلک وایستل شول، راتلونکی ګام څه کېدای شي؟
رپوټونه وايي د اوکرایین د سویل ماریوپول کې د روسي ځواکونو لخوا د پولادو له کلابندې 'ازوفستال' کارخونې د پاخه منګ ټول سړي، ښځې او ماشومان ایستل شوي دي.
دا خبر د روسیې او اوکرایین دواړو چارواکو تائید کړ ی دی.
له ازوفستال د ملکي خلکو د ایستلو چاره تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو او د نړیوالې سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ پیل شوې وه.
د پولادو دا کارخونه د سمندر پر غاړه صنعتي تراړه کې پرته ده او ماریوپول ښار کې وروستی ځای دی چې اوکراییني سرتیري پکې پاتې دي.
روسي ځواکونو دا کارخونه له اوونیو راهیسې کلابنده کړې او له اوکراییني پوځیانو غواړي چې تسلیم شي.
د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې اریانا وېرېشچوک ویلي له دې ځایه د ملکیانو ایستلو چاره بشپړه شوې، خو تر اوسه مالومه نه ده چې دا کسان چېرته لېږدول شوي.
مخکې له دې کارخونې ایستل شوي ملکي خکل څو ورځو کې د اوکراییني ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو ته ولېږدول شول.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي له دې کارخونې له ۳۰۰ ډېر ملکي خلک ایستل شوي، خو د روسیې دفاع وزارت بیا دا شمېر تر دې ډېر ټيټ او ټولټال ۵۱ تنه ښودلی دی.
ښاغلی زېلېنسکي وايي چې ازوفستال کې د کلابندو اوکراییني ځواکونو د ایستلو لپاره هم دېپلوماتیکې هڅې روانې دي.
روسیې لپاره د ماریوپول بشپړ نیول د دې لپاره مهم دي چې د ځمکني پله له لارې د کریمیا او دونباس سیمې د تړلو زمینه ورته برابروي.
پر دې سربیره د ماریوپول نیولو سره، روسیه له تورې بحیرې سره د اوکرایین د ۸۰ سلنه ساحل کنټرول هم لاس ته راوړي.
خو دې هدف ته رسېدل ګران پرېوتي ځکه رپوټونه وايي د روسي ځواکونو سختو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹۰ سلنه ماریوپول ویجاړ شوی دی.
راتلونګی ګام به څه وي؟
په ازوفستال کارخونه کې کلابندو اوکراییني ځواکونو ویلي چې له دغه ځایه ملکیان د دوی او روسي ځواکونو ترمنځ د ډز بندۍ پایله کې ایستل شوي .
دا ښکاروي چې د دواړو خواو ترمنځ څه نا څه پرمختګ شوی او د ملکي خلکو ژوند همدغو اړیکو او مذاکراتو ژغورلی دی.
خو له دې سره هممهاله داسې رپوټونه هم وو چې روسي ځواکونو د اوربند له ژمنې سره سره دې وروستیو کې د پولادو پر دې کارخونې بریدونه ډېر کړي.
اوس چې له کارخونې ملکي خلک ایستل شوي نو د اوکرایین پر حکومت د دې لپاره فشار مخ په ډېرېدو دی چې هلته د خپلو شاوخوا ۲۰۰۰ کلابندو جنګیالیو وتلو ته هم لار وګوري.
دغو ځواکونو تر دې دمه د تسلیمېدو غوښتنه رد کړې.
د دوی کورنیو د نړۍ پر مشرانو غږ کړی چې د ژغورنې لپاره یې خبرې وکړي.