تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلینسکي: که د ماریوپول مدافعان ووژل شي، د سولې خبرې پای مومي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي خبرداری ورکړی چې که ماریوپول کې وروستي کلابند اوکراييني سرتیري ووژل شي، یا روسیه د اوکرایین نیول شوي خیرسون ښار کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه ترسره کړي، نو کیېف به ورسره د سولې خبر پای ته ورسوي.
هغه همدا راز یو ځل ویلي چې د سولې مذاکراتو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلو ته چمتو دی.
ښاغلي زېلینسکي دا څرګندونې د شنبې ماښام کیېف کې یوه اوږد خبري کنفرانس ته کړي.
هغه ویلي چې نن یکشنبه د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران دغه هېواد ته ور روان دي.
واشنګټن تر اوسه دغه سفر نه دی تائید کړی، خو که وشي نو دا به پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیل راهیسې دغه هېواد د جګپوړو امریکايي چارواکو لومړنی سفر وي.
له دې سره رپوټونو کې راغلي چې د اوکرایین چارواکي ښايي د دغه سفر پر مهال له امریکا درنې او پرمختللې وسلې وغواړي.
اوکرایین مخکې هم په وار وار دا غوښتنه کړې ده.
د اوکرایین ولسمشر دغه خبري کنفرانس کې پر اوډېسا ښار د روسي ځواکونو تازه بریدونو کې د یوه ۳ میاشتني ماشوم په ګډون د ۸ کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړ.
د اوکرايين په يوه بل ښار خارکيف کې هم پر ودانيو بريد کې دوه تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان دي.
ماریوپول کې کلابند اوکرایني سرتیري
ښاغلي زیلینکسي ماریوپول کې د ایسارو اوکراييني ځواکونو د خوندیتوب په اړه اندېښنه داسې مهال ښودلې چې تېره ورځ د هغه یوه سلاکار اولېکسي ارېستوویچ ویلي وو، چې روسي پوځیانو د ماریوپول ښار د پولادو کارخانه کې پر ایسارو اوکراییني ځواکونو نوي بریدونه پیل کړي دي.
دا کارخانه چې د سمندر پر غاړه اوږدې غځېدلې صنعتي تراړه کې پرته ده، ماریوپول کې د روسیې ځواکونو پر وړاندې د اوکرایین د مقاومت وروستی مورچل ګنل کېږي.
رپوټونه وايي هلته پر اوکراییني مقاومت کوونکو سربېره ګڼو ملکي خلکو او روغتیايي کسانو هم پناه وړې ده.
ویل کېږي هلته ایسار اوکراییني ځواکونه د کارخانې ځمکتل کې په غځېدولو تونلونو کې تګ راتګ کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې پر ورځ خپل دفاع وزیر ته وویل چې پر دې کارخانه بریدونه ودروي، خو کلابندي دې یې دومره سخته وساتل شي، چې د ده په وینا "مچ هم ترې وانشي اولوتی."
هغه دا سپارښتنه د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره کړې وه.
بي بي سي پر دې کارخانه د بریدونو د بیا پیلیدو په اړه د دغه اوکراییني چارواکي ادعا په خپلواک ډول نشي تائیدولی.