تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلینسکي: له ازوفستال د ملکیانو ایستل دوام مومي، خو روسیې جګړه نه ده درولې
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي د دغه هېواد سویل کې د ماریوپول ښار د پولادو له ازوفستال کارخونې د ملکي خلکو ایستلو هڅې دوام مومي، خو د نوموړي په وینا روسیې ځواکونو پر دې کارخونه خپل بریدونه نه دي درولي.
هغه زیاته کړې چې لا هم ګڼ شمېر ښځې او ماشومانو دې کارخونې کې ایسار پاتې دي.
له دې سره ملګرو ملتونو هم هیله ښودلې چې له ازوفستاله د نورو ملکي خلکو وتلو ته زمینه برابره شي.
ویل کېږي سلګونه کسان د دې کارخونې ځمکتل کې له جګړې پټ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي له دې "دوزخ" د ملکي خلکو وتلو لپاره باید هر ممکن کار وشي.
دغه کارخانه ماریوپول ښار کې روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراییني سرتیرو د مقاومت وروستی مورچل دی.
د رپوټونو له مخې د پنجشنبې پر ورځ نږدې ۵۰۰ کسان دوو کاروانونو کې د پولادو له دې کارخونې ووتل.
ښاغلي ګوتېرش زیاته کړې چې د جمعې پر ورځ به له ازوفستاله د ملکي خلکو د ایستلو چاره دوام ومومي.
د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي ملکي خلکو ته له دغه ځایه د وتلو اجازه ورکوي خو پوځیان باید د ده په خبره تسلیم شي.
مسکو لا وړاندې ماریوپول کې خپله بریا اعلان کړې ده.
په ورته وخت کې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي ویلي د روسي ځواکونو لخوا د اوکرایین نیول شویو سیمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
هغه دا "ناورین" بللی.
د اوکرایین ولسمشر تور پورې کړی چې روسي ځواکونو اوکرایین کې نږدې ۴۰۰ روغتیايي تاسیسات لمنځه وړي یا زیانمن کړي دي.