د چین په چنګشا کې د یوې ودانۍ د نړېدو په تور نهه تنه نیول شوي

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د چین پولیس وايي، د چین په سویل ختیځ ښار چنګشا کې یې د یوې ودانۍ د نړېدو په تور نهه کسان نیولي دي.

دوی وايي، د نړېدلې ودانۍ له کبله لا هم ګڼ کسان نادرکه دي.

پولیسو وايي، د ودانۍ څېښتن او درې نور کسان د دې ودانۍ د جوړولو مسول دي چې نیول شوي دي.

پنځه تنه نور د هغه رپوټ د لیکلو په سر نیول شوي چې د نړېدلې ودانۍ د خوندیتابه په اړه یې لیکلی و.

دا ودانۍ د جمعې په ورځ ونړېده چې اصلي لامل یې لا هم چارواکو نه دی اعلان کړی.

د شنبې په ورځ ولسمشر شي جین پینګ امر وکړ چې "په هر بیه وي" د ودانۍ د چپه کېدو په اړه باید پلټنه وشي.

د چنګشا ښاروال ژینګ جیان شین په وینا شپږ کسان ژغورل شوي خو لسګونه په کنډوالو کې اېسار پاتې دي او یا هم نادرکه دي.

دا شپږ پوړیزه ودانۍ د استوګنې لپاره جوړه شوې وه خو یوه سینما او هوټل هم په کې و.

د اور وژنې یوه سیمه ایز چارواکي د چین دولتي تلویزیون CGTN ته ویلي، چې د ژغورنې هڅې د درنو ماشینونو پر وړاندې د تنکو لارو او ځایونو له امله له خنډ سره مخامخ شوې.

دوی وايي، د نړېدلې ودانۍ له کبله د نورو زیانمنو شویو ودانیو ړنګېدو وېره هم شته.

د ودانۍ جوړولو ټېټ معیارونه او د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ فساد په چین کې د یو شمېر ودانیو د نړیدو لامل ګڼل کېږي.

د روان کال په پیل کې هم ۱۶ تنه هغه مهال ووژل شول چې په یوه ودانۍ کې ګاز لیک شو او چاودنه رامنځ ته شوه چې له همدې کبله ودانۍ په ځمکه کښېناسته.