امریکا کې پولیسو یو کس د نږدې ۲۰۰ ژويو د کنګلولو په تور نیولی

د خپرېدو وخت

د امریکا ارېزونا ایالت کې پولیسو تر هغه وروسته یو کس نیولی چې فریزر کې یې ۱۸۳ ژوي وموندل شول.‌

پولیس وايي په دوی کې سپي، ‌پیشوګانې،‌ مرغان، ماران او نور ژوي شامل دي.‌

‌د 'میشایل پاتریک تورلنډ' په نوم دغه ۴۳ کلن سړي منلې چې ځیني ژوي‌ یې داسې حال کې فریزر یا یخچال کې ایسار کړي چې لا ژوندي وو.‌

پر هغه اوس ژویو سره د زور زیات‍ي‌ ۹۴ تورونه لګول شوي دي.‌

د ځايي‌ پولیسو ویاندې انیتا مورتېنسن ویلي‌ د پېښې د ځای تصویرونه "خورا بوږنوونکي او زړه ماتوونکي" دي، نو ځکه یې له خپرېدو ډډه شوې.‌

هغه بي بي سي ته ویلي‌ چې د ژویو د یوې مینه والې په توګه یې دغو تصویرونو ته ژړلي دي.

پولیس اوس د ښاغلي تورلنډ په ښځې بروکلین بېک پسې ګرځي.

‌پولیسو ویلي د دغه سړي‌ نیولو لپاره تر هغې وروسته لاس په کار شول چې یوې ځايي اوسېدونکې مالومات ورکړل.‌

هغې پولیسو ته ویلي چې ښاغلي‌ تورلنډ ته یې ماران د روزنې لپاره سپارلي وو خو هغه څو میاشتې وروسته نادرکه شو او دې ته یې خپل ماران بېرته نه دي‌ ورکړي.‌

دغې ښځې پولیسو ته ویلي چې ګولډن والي کې د اوسېدو له ځایه د ښاغلي تورلنډ او د هغه د مېرمنې تر کوچېدو وروسته د کور خاوند زنګ ور وهلی.‌

د نوموړې په وینا د کور خاوند دا ژوي د خپل کور پاکولو پر مهال زېرمتون کې په یوه ایښودل شوي فریزر کې موندلي چې د دې ځینې ماران هم پکې دي.

پولیسو ویلي چې تورلنډ دغه فریز کې ګڼ سپي، پیشوګانې،‌ کیشپونه،‌ څمڅارې، الوتونکي،‌ مږې، ماران،‌ سویې او نور ژوي کنګل کړي وو.

پولیسو لس وروسته هغه داسې مهال ونیو چې بېرته دغه کور ته ورغی.

دا مالومه نه ده چې هغه ولې دا ژوي کنګل کړي‌ او انګیزه یې څه وه.‌