تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټپي شویو ژویو مرستندویان
په اوکراین کې له سیاسي کړکېچ سره هم ځینې خلک شته چې د سپیو، پېشوګانو، مرغانو او یږانو مرستې ته یې ژوند ځانګړی کړی دی. عکاس تهوماس ماشویز په کیېف کې د ټپي شویو ځناورو او مرغانو د مرستندویانو دغې ډلې چې د (کارګ) په نامه یادېږي، چارو او فعالیتونو ته د کمرې له نظره کتلي دي.
دغه ډله میخایلو ستاروژوک رامنځته کړې ده. د ده په اړه مشهوره وه، چې پر ونو ختلی شي او له همدې کبله ترې غوښتل شوي وو، چې په یوه ونه کې ایساره پېشو راکوزه کړي. کله چې ترې دویم ځل داسې غوښتنه وشوه، نوموړي یوه وېبپاڼه او فېسبوکپاڼه چمتو کړل او اوس یې ګڼ نور ملګري رضاکار هم شپه او ورځ ورسره د وحشي او کورنیو څارویو، ځناورو او مرغانو په ژغورنه کې مرسته کوي.
د کیف د ژویو ژغورنکو ډلې بنسټګر (کاراګ) میخائیلو ستاروژوک دی.
نوموړي د لومړي ځل لپاره یوه پیشو په یوه ونه کې بند پاتې وه وژغورله. وروسته ورته پېښه وشوه او یوه فېسبوکي پاڼه او وېبسایټ یې ورته پرانیست.
دا ډله تر اوسه ډېر داوطلبان لري چې د اوونۍ په اوو ورځو کې کورني او وحشي ژویو سره د مرستې لپاره منډې ترړې وهي.
میخائیلو وویل: موږ ډېر عادي خلک یو او هېڅ ځانګړی کار نه کوو.
"موږ کارونه کولی شو او اړین توکي یې هم لرو او هرڅوک کولی شي یو ژوی وژغوري. ددې کار د سرته رسولو لپاره اړ نه یاست چې سوپر من واوسئ. "
.