تل ابیب کې وسلوال برید کې ۲ کسان وژل شوي؛ پولیسو فلسطینی بریدګر هم وژلی

د خپرېدو وخت

اسرائیل کې پولیس وايي، هغه فلسطینی وسله وال یې وژلی، چې د دې هېواد تل ابیب ښار په یوه شرابخونه کې یې په ډزو دوه کسان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.

د اشغال شوې لوېدیځې غاړې جنین سیمې دا اوسېدونکی بریدګر په نژدې جافا سیمه کې د پولیسو ډزو کې وژل شوی دی.

له دې څو ساعته مخکې دې بریدګر د تل ابیب ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې دیزینګوف په یوه شرابخونه کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې او مرګژوبله یې رامنځته کړه.

دا په اسرائیل کې د ورته بریدونو تازه پېښه ده، چې تر اوسه پکې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

بریدګر د رعد حازم په نامه پېژندل شوی او د پولیسو په وینا د پېښې له ځایه نژدې شپږ کلیومتره لېرې له یوه جومات سره پټ شوی و.

چارواکي وايي، نوموړی له امنیتي مسوولینو او ترهګرۍ ضد ځواکونو سره له یو څه وسله وال مقاومت وروسته ووژل شو.

د چارواکو په وینا د پولیسو، پوځ ځانګړو ځواکونو او استخباراتي جاسوسانو یوې ۱۰۰۰ کسیزې ډلې کرۍ شپه د نوموړي بریدګر لټون کاوه.

اسرائیل لومړی وزیر نفتالي بېنېت چې د برید پر مهال د پېښې ځای ته نژدې د امنیتي ځواکونو قوماندې مرکز کوي، د جمعې پر ورځ ګهیځ مهال د امنیتي ځواکونو له مشرتابه سره غونډه کوي.

د یادونې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د اسراییل بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر ورته خونړي بریدونه شوي، چې ټول عاملین یې وژل شوي دي.

دا په اسراییل کې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د دې ډول بریدونو تر ټولو خونړۍ لړۍ بلل کېږي، چې راتلونکې اونۍ د مسلمانانو له سپېڅلې میاشت روژې، یهودانو له فېسټوال پاسوور او دغه راز د مسیحیانو ایسټر مراسمو له کمساري یو ځای کېدو سره یې هممهاله د ډېرېدو وېره ده.