اوکرايين: درې کارونه چې ښايي جګړه سخته او ناټو ورښکېله کړي

Woman surveys wreckage of Bucha near Kyiv

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ښځه په بوچا ښارګوټي کې د جګړې له کبله رامنځته شوې وراني، ویجاړي ګوري.
    • Author, فرانک ګارډنر
    • دنده, د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت

د ناټو غړو هېوادونو وزیرانو تېره اوونۍ په بروکسل کې پر دې غونډه سره کړې چې وګوري اوکرایین ته د پوځي تجهیزاتو د ورکولو په برخه کې تر کومه بریده مخکې تلی شي.

د اوکرایین په جګړه کې ناټو له دې ننګونې سره مخ ده چې په څه ډول دغه هېواد ته له ځانه د دفاع لپاره کافي پوځي وسایل هم ورکړي او له روسیې سره په جګړه کې له ښکېلېدو هم ځان وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکرايين حکومت په ښکاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې که اوکرایین پخپله ختيځه سيمه دونباس کې د روسیې د راتلونکي برید د مخنیوي فرصت ولري نو د جیولین په لویديځ کې د NLAW په نوم د ټانک ضد وسلې او د سټېنګر تر څنګ د سټارسټرېک په نوم د الوتکو او ټانکونو ضد وسلو ته بېړنۍ اړتیا لري.

دا هغه وسلې دي چې وار له مخه یې اوکراييني ځواکونه په دې جګړې کې کاروي خو لا ډېرې غواړي.

دغه هېواد ټانکونه، جنګي الوتکې، ډرون یا بې پېلوټه الوتکې او د توغندیو پرمختللی سیسټم غواړي چې د روسیې له لوري د زیاتېدونکو هوايي بریدونو مخه پرې ونیسي، هغه بریدونه چې په پرلپسې ډول د اوکرایین د تېلو او نورې مهمې سټراتيژیکې زېرمې په نښه کوي او له منځه یې وړي.

ښايي ډېرو خلکو سره دا پوښتنه وي چې اخر څه ناټو په دې جګړه کې له نېغ په نېغه ښکېلدو نه راګرځوي؟ ځوابول یې سخت دي.

وېره دا ده چې روسيه به د ټیټې کچې ځینې لومړنۍ اټومي وسلې وکاروي یا به دا جګړه د اوکرايين له پولو واوړي او پراخه به شي.

دا ګواښ تر خطرناکې کچې لوړ دی. همدغه څه د لویديځوالو مشرانو په ذهن کې هم شته.

T-72 tank

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چک جمهوریت اوکرایین ته ټي ـ ۷۲ ډوله ټانکونه ورکړي

لویديځ تر اوسه اوکرایین ته کوم پوځي مهمات ورکړي؟

  • د اروپايي ټولنې د یو میلیارد یورو او د امریکا د ۱.۷ میلیارد ډالرو په ګډون تر دېرشو زیاتو هېوادونو له اوکرايين سره پوځي مرسته کړې ده.
  • تر ډېره دا مرستې د ټانکونو او الوتکو ضد توغندیز سیسټم په څېر د وسلو او پوځي تجهیزاتو تر ورکړې پورې محدودې دي.
  • د جېولین په نوم د ټانک ضد وسلې دي چې له اوږې وېشتل کېږي او توغندی توغوي.
  • سټېنګر دي چې د الوتکو پر ضد کارېږي او د شوروي یرغل پر مهال په افغانستان کې هم خورا مشهور وو.
  • د سټارسټرېک په نوم دافع هوا ده چې برېتانوۍ وسله ده او له یوه بل ځای ته لېږدول کېدای هم شي.
  • د ناټو غړي هېوادونه وېره لري چې که اوکرایین ته د ټانکونو او جنګي جېټ الوتکو په څېر درانه نظماي تجهیزات ورکړي نو دا به روسیې سره نېغ په نېغه جګړې ته لار پرانېزي.
  • خو چک جمهوریت اوکرایین ته ټي ـ ۷۲ ډوله ټانکونه ورکړي دي.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوټین د اوکرایین جګړې په پیل کې نړۍ ته وریاده کړې وه چې روسیه اټومي وسلې لري او د کارولو امکان یې هم لوړ دی ''روسیه په پراخه کچه اټومي وسلې لري، نو فکر ونه کړئ چې تاسې به موږ په شا کړئ' '

د روسیې نظامي پوهان د جګړې په ډګر کې د لومړنۍ او ټیټې کچې اټومي وسلو د کارولو اجازه ورکوي، ځکه چې دوی پوهېږي لویديځوال له دې وسلې کرکه لري او له شاوخوا ۷۷ کلونو راهیسې د چا پر ضد نه ده کارول شوې.

د ناټو غړو هېوادونو سټراتيژي جوړوونکي وېره لري چې که یو ځل د اټومي وسلو د کارولو تابو ماته شوه، که د اوکرایین په جګړه کې ډېر کم زیان هم ورسوي، خو دا به د روسیې او لویديځ تر منځ د اټومي وسلو په اړه سیالۍ ته لار پرانېزي او پایلې به یې نه جبرانېدونکې وي.

اوس له هر ډول ظلم سره چې ظاهراً د روسي ځواکونو له لوري په اوکرايين کې تر سره کېږي، د ناټو هوډ ورسره پیاوړی او پر مخ کې شته خنډونه ویلې کېږي.

د ناټو غړو هېوادونو له ډلې چک جمهوریت لومړی هېواد دی چې وار له مخه یې اوکرايين ته د شوروي د وختونو ټي-۷۲ ټانکونه ورکړي دي.

Destroyed military equipment near Kyiv

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیېف ته نژدې ویجاړ شوي پوځي وسایط

سلواک د توغندیو دفاعي سيسټم اېس-۳۰۰ ورلېږي. دغه دواړه کارونه خطرناکه ښکاري.

د برتانیا د پارلمان غړی او هلته د دفاعي کمېټې مشر ټوبېس اېلووډ د هغو سیاستوالو له ډلې دی چې په دې باور دی، پوټین د اټومي وسلو د کارولو له ګواښ سره خلک تېرباسي.

دی وايي: ' 'موږ د وسلو د ورکړې په مسئله کې له اړتیا ډېر احتیاط کوو. باید خپل چلند جدي کړو. اوس موږ اوکرایین ته یوازې د ژوندي پاتېدو لپاره یو څه ورکوو، نه د جګړې ګټلو لپاره. دا وضعیت باید بدل شي. ''

څنګه د اوکرایین او روسیې تر منځ دغه روانه جګړه ښايي تر اروپا هم ورسېږي او ناټو پکې ښکېله کړي؟

په دې اړه ګڼې سناریوګانې شته چې پرته له شکه به د لویديځوالو د دفاع وزارتونو ذهنونه بوخت ساتي. ځينې یې دا دي:

  • اوکراييني ځواکونو د ناټو له لوري ورکړل شویو توغندیو باندې په اوډیسا کې یوه روسي جنګي بېړۍ وویشتله چې په تور سمندر کې ډوبه شوه او د سمندري ځواکونو سل پوځیان او خدمه پکې ووژل شول. په یوازې یوه برید کې د دومره درنې مرګژوبلې اړول به بې ساري وي‌. له کبله به یې پر پوتين فشار ډېر وي او اړ به وي چې په یو نا یو ډول یې ځواب ووايي.
  • هلته بیا د ناټو غړو هېوادونو لکه پولنډ او سلواکیه څخه اوکرایین ته تېرېدونکی کاروان- چې پوځي تجهیزات یې لېږدول- د روسيې توغندیز برید ښکار شو. که د پولې هغې غاړې یاني د ناټو غړو هېوادونو خوا ته دا مرګژوبله همداسې روانه و اوسي نو دا د ناټو د اساسي قانون له پنځمې مادې سره ټکر دی چې په پایله کې یې ټول غړي هېوادونه د برید ښکار شوي هېواد دفاع ته وردانګلی شي.
  • په دونباس کې د سختې جګړې پرمهال په یوه صنعتي ودانۍ کې چاودنه وشوه چې د زهرجنو کیمیاوي ګازونو د خپرېدو لامل شوه. که څه هم دا پېښه څه موده مخکې شوې ده خو د چا د وژل کېدو یا ژوبلېدو خبر نه دی ورکړل شوی. خو که د سوریې په غوطه کې پېښې ته وکتل شي چې د زهرجن ګاز له کبله یې ګڼه مرګژوبله واړوله او که ثابته شي چې دا کار روسیې په قصدي ډول کړی دی نو ناټو به یې ځواب ویلو ته اړ وي.
غوطه ۲۰۱۸: له ګازي برید وروسته د یوې ښځې درملنه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غوطه ۲۰۱۸: له ګازي برید وروسته د یوې ښځې درملنه کېږي.

د دې هم قوي امکان شته چې له دغو یې یوه سناریو هم عملي نشي. خو دې ته په کتو چې لویديځې نړۍ په پوره یو والي سره د روسیې د یرغل پر ضد غبرګون ښکاره کړی، داسې ویل کېږي ‌چې دوی یوازې غبرګون ښکاره کوي خو دې ته نه ګوري چې د جګړې پای به څنګه وي.

د برتانیا یو تجربه کار پوځي کارپوه- چې نه غواړي نوم یې یاد شي- وايي، 'تر ټولو لویه سټراتيژيکه پوښتنه دا ده چې زموږ حکومت د کړکېچ په مهارولو لګیا دی او که په یوې رېښتينې تګلارې جوړولو باندې'. د ده په خبره، پر دې باید له سره تر پایه ښه غور او فکر وشي.

د برتانیا د پارلمان غړی ټوبېس اېلووډ هم په همدې نظر دی او وايي، ' 'موږ غواړو اوکرایین سره هر څومره مرسته چې کولای شو، ویې کړو. تر دې مخکې چې درېيمه نړېواله جګړه ونښلي. روسیې دا هر څه په ډېره چټکۍ او په ښه توګه ترسره کړل او موږ وډار شوو. موږ د دې برېښنايي زینې د کنټرولولو او پرې د ختلو توان بایللی دی. ''