تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې: مکرون او لوپېن دویم پړاو ته لار پيدا کړه
په فرانسه کې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې اوسنی ولسمشر ايمانويل مکرون او د ښي اړخې ملي شورا ګوند مشره مارين لوپېن دويم پړاو ته لار موندلې ده.
د دې ټاکنو په لومړي پړاو کې ۱۲ نوماندان ګډون لري چې اته نارينه او څلور ښځې دي. له شپږو نوماندانو څخه درې يې د ښي اړخو ګوندونو او دوه يې د کيڼ اړخو ګوندونو او ډلو پورې تړاو لري.
پنځه کاله وړاندې په تېرو ټاکنو کې ښاغلي مکرون په اسانۍ سره وکولی شوی چې اغلې لوپين ته ماتې ورکړي خو اوس نظر پوښتنې ښيي چې سږ کال د دواړو کانديدانو تر منځ نژدې او سخته سيالي راونه ده.
ايمانول مکرون چې د فرانسې د منځلاري جمهوري غوښتونکي ګوند مشر دی د اوکرایين کړکېچ له امله يې په پراخه کچه کمپاين ونکړ، يوازې یوه جلسه يې وکړه او د خپلو هېوادوالو د لومړيتوبونو لکه د کور، کار موندنې او ټولنيزو مرستو تضمين ژمنه يې وکړه.
اغلې لوپين په خپل کمپاين کې د توکيو او د خدمتونو بيو لوړېدو اندېښنې يادې کړې دي.
د فرانسې سږنيو ولسمشريزو ټاکنو کې شاوخوا ۴۹ ميليونه کسان د رايې ورکولو وړ دي.
خو لا هم د کورونا وېروس او همدارنګه د اوکرايین کړکېچ په نننيو ټاکنو سیوري غوړولی دی.