ملګري ملتونه: د یمن جګړه کې ښکېلو اړخونو پر دوې میاشتني اوربند هوکړه کړې

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
ملګري ملتونه وايي، د یمن جګړه کې ښکېلو خواوو پر یوه دوې میاشتني اوربند هوکړه کړې. د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا دا په یمن کې له ۲۰۱۶ کال کې له پیل شوې جګړې وروسته لومړنی اوربند دی.
د اټکل له مخې ویل کېږي چې د یمن جګړه کې تر اوسه نژدې ۴۰۰ زره خلک وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا دې کې ۶۰ سلنه یمنیان د لوږې، ککړو اوبو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له کبله مړه شوي دي.
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد او ایران پلوه حوثي یاغیانو تر منځ تازه اوربند د شنبې له ورځې پیلېږي او که هوکړه پرې وشوه، ښايي موده یې نوره هم وغځول شي.
د یادونې ده، چې اوربند د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي.
د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځته شوی اوربند ستایلی او دا یې د 'یمن خلکو لپاره یو داسې فرصت ' بللی چې 'له ډېره وخته یې انتظار ورته کاوه. ' خو نوموړي خبرداری ورکړ چې باید اوربند عملي شي او 'څنګه چې مې مخکې ویلي، مهمه ده چې دا جګړه پای ته ورسول شي. '
د اوربند اعلان په ریاض کې له دوې ورځنیو خبرو وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګرونبیرګ وکړ.
د هغه له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''ټولو اړخونو ومنله چې د یمن په لر او بر کې او دغه راز د دې هېواد په پولو کې به هر ډول ځمکني، هوايي او سمندري پوځی عملیات دروي. ''
د ملګرو ملتونو استازی وايي، په تېلو بار ټانکرونو ته به اجازه ورکول کېږي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سره سمندر کې حدیده بندر ته لاړ شي، له پلازمېنې صنعا څخه ملکي الوتنو ته اجازه ورکول کېږي او سویل لوېدیځ محاصره ښار تیز ته به غځېدلې لارې پرانیستل کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له ښکېلو اړخونو غوښتي چې څومره ژر امکان لري، باید اوربند پلی کړي.
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد چې د یمن رسمي حکومت ملاتړ کوي، له تېرو اوو کلونو راهیسې تر ډېره برید د هوايي بریدونو له لارې له حوثي یاغیانو سره جګړه کوي.
حوثي یاغیانو بیا په همدې موده کې د ډرون او توغندیو له لارې په سعودي عرب او متحده عربي متحدو اماراتو کې بریدونه کړي دي.




















