ولسمشر اردوغان له ولسمشر پوتین نه د اوربند غوښتنه کړې

.

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په تېلېفوني خبرو کې ترې غوښتنه کړې چې اوربند وکړي او د بشري مرستو لپاره ښه شرایط برابر کړي.

د رویترز خبري اژانس د رپوټ له مخې د ولسمشر اردوغان دفتر ویلي چې ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکرایین ترمنځ پر اوربند، د سولې پر بهیر او بشري مرستو لپاره پر ښو شرایطو برابرولو ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان دغه راز ویلي چې هېواد به یې د سولې په بهیر کې هر ډول ومرسته وکړي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر په یوه ټویټ کې ویلي چې دواړه ولسمشران سره سلا شول چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو به په استمبول کې ترسره کېږي.

پر انلاین د زده کړو بیا پیل

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین په پلازمېنه کېیف کې به زده کوونکي وکولای شي چې نن د انلاین له لارې زده کړې پیل کړي.

پر انلاین د زده کړو د بیا پیلېدو اعلان پرون د کېیف ښاروال وکړ او ویې ویل چې زده کړې به له اوسنیو شرایطو سره سم ورکول کېږي او له بېلا بېلو لارو به کار اخیستل کېږي.

ویتالي کلتاشینکو د ټیلګرام په یوه پوسټ کې ویلي دا یو مهمه چاره ده چې د ښار اوسیدونکي په اوسنیو سختو حالاتو کې هم ژوند او کار وکړي.

هغه روسي ځواکونو ته په اشارې زیاته کړه چې هغوی غواړي موږ ویروي خو په وینا یې دا هڅه به یې بریالۍ نه شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې له اوکرایین نه نیمايي ماشومان د جګړې پرمهال نورو هېوادونو ته تللي دي.

چرنوبېل اتومي بټۍ کې خطرناکې کړنې

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې ایرینا وریریشچوک روسیه تورنه کړې چې د چرنوبېل اتومي بټۍ کې ''غیرمسوولانه '' او خطرناک اعمال ترسره کوي.

د چرنوبېل اتومۍ بټې سیمه چې د نړۍ تر ټولو اتومي پېښه کې رامنځ ته شوې وه د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې له یرغل سمدستې وروسته روسي ځواکونو ونیوله.

آغلې وریریشچوک روسیه تورنه کړه چې د چرنوبېل سیمه ''پوځي '' کوي او په وینا یې له سیمې نه زړې وسلې لېږدوي.

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیاله دغه راز وايي چې روسي ځواکونو په سیمه کې د اطفايي کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې هغو ځایونو ته لاړ شي چې اور په کې لګېدلی دی.

نوموړې وايي ''د اتومي خوندیتوب له پلوه د روسي ځواکونو غیرمسوولانه او غیر مسلکي کړنې نه یوازې اوکرایین له یوه جدي ګواښ سره مخامخوي بلکې سلګونو میلیونه اروپایانو ته یې هم ګواښ پېښ کړی دی. ''

بي بي سي نه شي کولای چې په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تایید کړي.

د مالي زیان اټکل

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د کېیف لخوا د یوه اټکل له مخې تراوسه په اوکرایین کې د جګړې له امله د ۶۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

د دې اټکل له مخې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل نه د مارچ میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې ۴۴۳۱ د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی او یا هم ویجاړې شوې دي.

دغه راز ویل شوي چې ۹۲ فابریکو او ګودامونو ته هم زیان اوښتي او یا هم ویجاړ شوې دي.

د کېیف لخوا د اټکل له مخې پر اوکرایین د روسیې د یرغل په پایله کې ۳۷۸ ښوونځي هم ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

ویل شوي چې روسي ځواکونو ۱۲ هوايي ډګرونه او ۷ د برېښنا د تولید فابریکې هم زیانمن کړي، ویجاړې کړي یا نیولي دي.

تر دې دې وړاندې د مارچ په ۱۷مه نېټه اټکل شوی و چې د روسې د یرغل له امله اوکرایین ته د ۳ اعشاریه ۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.