پر ماريوپول د روسيې بريدونه دوام لري؛ ښار کې زرګونه کسان ايسار دي

د عکس سرچینه، Reuters
د وروستيو راپورونو له مخې د اوکرايين پر کلابند ماريوپول ښار د روسيې بريدونه دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې په ښار کې زرګونه کسان لا ايسار پاتې دي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي ويلي، ماريوپول کې له کنډوالو پرته بل څه نه دي پاتې. نوموړي پر مسکو غږ وکړ چې ملکي وګړو ته اجازه ورکړي چې له کلابند شوي ښار څخه ووځي.
ماريوپول چې د مسکو لپاره يو مهم ستراتېژيک هدف دی، له څو اوونيو راهيسې د روسيې بمبارۍ زغملې دي. چارواکي وايي، اوسېدونکي يې له خوړو، درملو، برېښنا او اوبو پرته ايسار پاتې دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش خبرداری ورکړ چې په اوکرايين کې وضعيت د اټکل وړ نه دی او ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
نوموړي په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، "په اوکرايين کې د جګړې دوام له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دی، له سياسي پلوه بې دفاع او له پوځي پلوه بې معنا دی. اوس د دې وخت دی چې جګړه ودرول شي او سولې ته موقع ورکړل شي".
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرايين د بهرنيو چارو وزارت وياند سري اورليف وايي، په ميکلايف کې د اوکراييني ځواکونو سخت مقاومت د اديسا د نيولو لپاره د روسیې هڅې شنډې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د راپورونو له مخې د روسیې پوځ د اوکرايين په جنوب کې د ميکلايف په محاصره کولو کې پاتې راغلی او د پنټاګون د وياند په وينا، اوکراييني ځواکونو په ميکلايف کې د روسیې پوځ په شا تمبولی دی.
نوموړی وايي په دې ښار کې مقاومت دې ته فرصت ورکړ چې اوديسا ښار د بريد پر وړاندې چمتوالی ونيسي.
پر اوکرايين د روسيې د بريد نژدې يوه مياشت په پوره کېدو ده. اوکراييني چارواکي وايي د برید له پیل راهیسې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۱۷ ماشومان وژل شوي او تر ۱۵۵ ډېر ټپیان دي.
اوکرایین وايي چې پلازمېنه کیېف او شاوخوا کې (۵۸ ماشومان) او د خارکیف په شمال ختیځ ښار (۴۰ماشومان) وژل شوي.
بل پلو د بريتانيا د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د روسيې بريد سره د مقابلې لپاره يې اوکرایين ته تر څلور زره ډېر د ټانک ضد توغندي ورکړي دي.
ياد وزارت ټویټ کړی چې په دې کې د ټانک ضد سپک توغندي شامل دي.






















