تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې ملکي الوتکه له ۱۳۲ مساپرو سره غرونو کې لوېدلې
د چین ملکي هوايي چلن ادارې تایید کړې، چې د دې هېواد ختیځ هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۱۳۲ کسان پکې ناست وو، په ګوانګشي ایالت کې لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې لوېدو لامل او په دې پېښه کې د اوښتي سر زیان په هکله کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د چین دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې لوېدو له کبله د غرنۍ سیمې په ځنګله کې اور لګېدلی دی.
ایم یو ۵۷۳۵ شمېره دا الوتنه له ځايي وخت سره سم د ماسپښین پر پاو باندې یوه بجه له کونمینګ ښاره والوته او ګوانګژو سیمې ته پر لار وه، چې له پېښې سره مخامخ شوه.
د الوتنو څار وېبپاڼي ښيي چې دا الوتکه یوازې یو ساعت په هوا کې وه او له هغه وروسته بې درکه شوه.
الوتکه د تینګ سیمې وژو ښار ته نژدې لوېدلې ده.
دولتي رسنیو پر خواله رسنۍ ټویټر د لوېدلې الوتکې پاتې شویو تصویرونه خپاره کړي.
ګوانګشي سویلي ایالت دی، چې له ګوانګژو سره په ګاونډ کې موقعیت لري او د چین په سویل ختیځ کې تر ټولو لوی ښار دی.
د دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، مرستندویان د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د فلایټ راډار ۲۳ معلومات ښيي چې دغه الوتکه وروستی ځل د ۳۲۲۵ فوټه په لوړوالي سره تر دوو بجو او ۲۲ دقیقو پورې په هوا کې لیدل کېده.