اوکرايين کړکېچ: کيېف کې ګرځنديز او د چاودنو غږونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین په بېلابېلو برخو کې د جګړې، درنو توپونو، هوايي ګزارونو، نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. تر ټولې درنې بمبارۍ پر ماریوپول ښار وې، هلته چې د جګړې له ګواښ سره د لوږې او قحطۍ ګواښ هم موجود دي.
د سره صلیب نړیوالې ادارې د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشر مارتین شوپ وايي بشري ناورین ژورېدونکی دی او خلک د خوړو، اوبو، برېښنا او نورو اړتیا وړ توکو له کمي سره مخ دي.
بل پلو په پلازمېنه کیېف کې د ۳۵ ساعتونو لپاره ګرځبندیز اعلان شوی، ورسره د ښار ځېنو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
روسيي ځواکونه په جګړه کې اوس ډیر پام د پلازمېنې کیېف پر ولکې ساتي، اوکراينیان ګام پر ګام له دغه ښار دفاع په مورچه دي. روسيي ځواکونو بیګانۍ شپه هم پر کيېف سخته بمباري وکړه خو خبریالان وايي لا هم پلو ځواکونو پرمختګ نه دی کړی، روسي پوځيان د کیېف په شل کیلو مترۍ کې دي.
همدغو سختو بریدونو پرمهال د چک، پولنډ او سلوانیا لومړي وزیر په اورګآډي کې کيېف ته ورسېد او له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره یې ولیدل.
ملګري ملتونه وايي د اوکرایین له کړکیچه د کډه شویو شمېر درې میلیونو ته ورسېده، دا د اروپا په څنډوکې له دویمې نړیوالې جګړې وروستۍ د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Ukraine SES
پر روسيي د فشار لپاره هم مهاله هڅې رواني دي، سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر جوبایډن به راتلونکې اوونۍ برسلز ته د ناټو اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره لاړ شي.
امریکا تازه د روسې پر ۱۱ لوړ پوړو چارواکو بندیزونه لګولي، د بېلاروس د ولسمشر او مېرمن برخه هم دغو بندیزونو کې شوې، په یولسو لوړ پوړو چارواکو د روسېې د دفاع وزارت مرستیال او څو نور پوځي مشران شامل دي.
بريتانيا بيا ۳۷۰ روسۍ څېرې چې یو پخوانی ولسمشر یې هم په کې د بندیزونو نوم لړ ته ورځای کړی. د ناټو مشر وايي که روسیه یې پر کوم غړي هېواد برید وکړي دوئ به پوځي ګام پورته کړي.
روسيي د دغو بندیزونو ته تازه غبرګونو نه دی ښودلی خو د جګړې د پای ته رسولو کوم نیت هم نه دی څرګند کړی.




















