هندي چارواکي وايي پاکستان ته د توغندي ویشتل کېدو پېښې پلټنه کوي

هند او پاکستان دواړه اتومي وسلې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند او پاکستان دواړه اتومي وسلې لري.
د خپرېدو وخت

هند د پاکستان خاورې ته د توغندي وېشتل کېدو په هکله په لوړ کچ پلټنه پیل کړې او هندي چارواکي وايي، دا موضوع 'خورا جدي ' بولي.

پېښه د مارچ پر نهمه شوې وه، خو هندي چارواکو دوې ورځې وروسته په دې هکله اعلان وکړ او لامل یې هم تخنیکي ستونزه وبلله.

پر سې شنبه بیا د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې پر دې پېښه 'پښېماني ' څرګنده کړه او په وینا یې دوی خوښ دي چې د پاکستان خاوري ته اوښتي توغندي تلفات نه دي اړولي.

هند او پاکستان دواړه هېوادونه اتومي وسلې لري.

پاکستان چارواکو ویلي ختیځ ښار میان چنو ته نژدې یو الوتونکی شی لګېدلی چې د الوت په لار کې یې مساپر لېږدونکې الوتنې له خطر سره مخامخ کړې دي.

پاکستان پر هند په اتومي چاپېریال کې د نااهلي او بې حسي تور ولګاوه، او د پېښې په تړاو یې د حقایقو موندلو لپاره د ګډې پلټنې پیلولو غوښتنه وکړه.

د سې شنبې پر ورځ بیا د هند دفاع وزیر د خپل هېواد پارلمان ته په دې هکله معلومات ورکړل او په خبره یې دا توغندي د معمول ترمیم چارو پر مهال له یوه توغندیز نظامه په تېروتنه ویشتل شوی دی.

نوموړي وویل: ''دا وروسته معلومه شوه، چې توغندی د پاکستان په خاوره کې لګېدلی... زه غواړم تاسو ته ووایم چې حکومت دا موضوع خورا جدي بولي، او په لوړ کچ د موضوع پلټنې امر شوی دی. ''

نوموړي زیاته کړه، ''د پېښې اصلي لامل به یوازې له پلټنې وروسته معلومېږي. ''

پاکستان هوايی ځواک له دې مخکې ویلي و، توغندی په هوا کې ۱۲ زره متره پورته د غږ پرتله درې برابره زیاتې چټکتیا سره ۱۲۴ کیلومتره د پاکستان خاورې ته دننه راغی او وروسته پر ځمکه ولګېد.

د پاکستاني پوځ یوه ویاند تورن جنرال بابر افتخار د مارچ پر ۱۱ مه په دې هکله وویل:

''د دې شي الوتنې له کبله د پاکستان او هند دواړو هېوادونو په هوايی حریم کې ګڼ شمېر ملکي الوتنې، او دغه راز پر ځمکه د انسانانو ژوند او جایدادونه له خطر سره مخامخ شول. ''

له دې یوه ورځ وروسته پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، د پېښې په تړاو یې د شکایت لپاره د هند شارژدافئر احضار کړی و.

پاکستان دغه راز له هند وغوښتل چې د پېښې په تړاو د پلټنې پایلې باید ورسره شریکې کړي، چې څه پېښ شوي وو.