تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: پر ولسي سيمو له بمبارۍ سره څلور زره ملکي وګړي خوندي ځايونو ته ايستل شوي
اوکرايين کې دوشنبې په ورځ (۱۴ مارچ) د جګړې د لومړۍ کرښې له ښارونو څه باندې څلور زره ملکي وکړي په برياليتوب سره ايستل شوي دي.
په يوه ويډيويي بيان کې د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال ايرينا ويريشچوک ويلي، دغه کسان د اوو بشري دهلېزونو له لارې ايستل شوي دي. نوموړي دغه راز روسي ځواکونه تورن کړل چې کيېف کې يې پر ملکي وګړو ډزې کړې دي.
خو روسیې په پرله پسې ډول د اوکرایین هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوی ځواکونو پر ملکي وګړو ډزې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسي ځواکونو لخوا په بېلا بېو اوکراییني ښارونو کې د اوسېدو پرځایونو بمبارۍ روانې دي.
د اوکرایین په شمال کې د تلويزيون پر يوه برج د راکټي برید پایله کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د ریوین ولسوال ویتالي کوول وویل چې د انټوپي سيمه کې د تلويزيږن برج او پر یوه ودانۍ دوه جلا توغندي لګېدلي. هغه وویل چې خلک لا هم تر خاورو لاندې دي. سیمه ییزو رسنیو ویلي، د اوکرایین په شمالي ریون سیمه کې له برید وروسته د تلویزیون او راډیو خپرونې بندې شوې دي.
د پلازمېنې کیېف په شاخوا کې د روسي ځواکونو په تازه بمباریو کې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. ویل شوي دا بمبارۍ پلازمېنې ته د توکو د لېږد د مخنیوي په موخه ډېرې شوې دي. په پلازمېنه کیېف کې پر یوې نهه پوړیزې ودانې د توغندي لګېدو وروسته
دوه کسان ووژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کاشینوف وايي روسي هوايي ځواکونه په اوکرایین کې په بېلا بېلو سیمو کې اهداف په نښه کوي.
دغه راز چین د امریکايي چارواکو هغه ادعا ناسم معلومات بللي چې وايي، روسیې په اوکرایین کې د جګړې لپاره له چین نه پوځي مرسته غوښتې ده.
بېلا بېلو امریکايي رسنیو د نامعلومو امریکايي چارواکو له قوله ویلي دي چې روسیې له چین نه پر اوکرایین پوځي یرغل کې د مرستې غوښتنه کړې.
له هغو رپوټونو وروسته امریکا چین ته خبرداری ورکړ، چې له مسکو سره دا ډول مرسته به سختې پایلې ولري. خو د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ژاو لیجیان په یوې خبرې غونډې کې پر امریکا تور پورې کړ، چې د اوکرایین په جګړه کې د چین د رول په هکله ناسم معلومات خپروي.
بل پلو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش اعلان وکړ چې ملګري ملتونه به اوکرایین سره د بشري مرستو په لړ کې له ۴۰ میلیونه ډالرو زیاته نوره مرسته هم وکړي.
هغه نیویارک کې د خبرو پر مهال ویلي، دا مرستي د خوړو، اوبو، درملو نورو حیاتي اړتیاوو او اړمنو سره نغدي مرستو لپاره اړینې دي.
ګوتریش همدا راز خبرداری ورکړ چې پر اوکرایین د برید زیاتوالی که تېروتنه وي او که قصدي وي ټول انسانیت ګواښي.
هغه د دښمنۍ د سملاسي بندولو او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له اصولو سره سم د جدي خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د اوکرایین د بهرنیو وزیر ډیمیټري کولیبا یو ځل بیا پر لویدیځو هېوادونو غږ کړی چې له اوکرایین سره د نورو وسلو مرسته وکړي او پر روسیې نور بندیزونه هم ولګوي.
نوموړي وویل د ولسمشر پوتین ناکامي به د یوه لا لوی کړکېچ مخنیوي وکړي. په ورته مهال بریتانیا اعلان کړی چې اوکرایین ته ۳۵۰۰ د ټانک ضد اضافي وسلې استوي. اخوا په ماریپول ښار کې چې د روسي ځواکونو لخوا کلابند دی د خوراکي توکو، اوبو، درملو او نورو اړتیا وړ توکو له ختمېدو سره مغازې چور شوي دي.
په داسې حال کې چې له ماریپول نه د ملکي وګړو د ایستلو هڅې په بیا بیا ناکامې شوې د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیال ویلي، اوکرایین هڅه کوي د لسو بشري دهلیزونو له لارې کیېف ته له نژدې سیمو او د لوهانڅک له ختیځو برخو ایسار پاتې ملکي کسان وباسي.