بايډن: امريکا اوکرايين ته سرتېري نه استوي

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا نه غواړي اوکرایین ته سرتېري واستوي.

ولسمشر بايډن پر ټویټر پاڼه لیکلي، "زه غواړم روښانه کړم، موږ به په بشپړ ځواک سره د متحدې او غښتلي ناټو د خاورې له هر انچه دفاع وکړو، خو موږ به په اوکرایین کې د روسیې پر ضد جګړه ونه کړو. د ناټو او روسیې تر منځ مستقیمه جګړه درېیمه نړیواله جګړه ده. "

ښاغلي بایډن په وار وار ویلي چې له روسیې سره د مستقیمې جګړې لپاره امریکايي پوځیان نه استوي.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اوکرایین د ستراتیژیکو اړیکو مرکز خبرداری ورکړی چې بېلاروس ښايي په راتلونکو ساعتونو کې د روسیې له پوځي یرغل سره یوځای شي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په مسکو کې له خپل بېلاروسي سیال الکساندر لوکاشینکو سره وکتل.

اوکراییني سرچینې وايي، شونې ده چې د بېلاروس ځواکونه اوکرایین ته ننوځي.

د اوکرایین د چارواکو په وینا، احتمال لري چې روسي ځواکونه له اوکرایین پر بېلاروس ډزې وکړي ترڅو د برید لپاره دليل په لاس ورشي.

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ويلي چې کېدی شي روسيه اوکرايين کې کيمياوي وسلې وکاروې د دې په وينا روسیه د کیمیاوي وسلو د کارولو مستند تاریخ لري.

توماس ګرینفیلډ وايي، امریکا "جدي اندېښنې لري چې روسیه ښايي د اوکرایین د خلکو پر ضد د کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلو د کارولو پلان ولري".

نوموړې دا هم وویل چې روسیه کولی شي کیمیاوي یا بیولوژیکي اجنټان "د وژنو لپاره ، یا د تاکتیکي نظامي عملیاتو د ملاتړ لپاره" وکاروي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بيا وايي، د روسیې او اوکرایین د چارواکو ترمنځ په شويو خبرو کې "مثبت" پرمختګونه شوي دي.

نوموړي په مسکو کې د بېلاروس مشر او د روسیې مهم متحد الکساندر لوکاشینکو ته وویل، "هلته یو څه مثبت پرمختګونه شوي، او دی د روسیې د مذاکره کوونکو له خوا خبر شوی دی."

تر دې دمه د اوکرایین-بېاروس پر پوله د دواړو خواوو د مذاکره کوونکو ټیمونو ترمنځ درې دورې خبرې شوې دي او د اوکرایین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې سره وکتل.

خو تر اوسه پورې له دغو خبرو اترو کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.