اوکرایین کې د جګړې دوام؛ د کیېف ښاروال وايي د پلازمېنې نیمايي وګړي تښتېدلي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین د پلازمېنې ښاروال 'ویتالي کلیشکو' وايي پر دغه هېواد د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د کیېف نیم اوسېدونکي تښتېدلې دي.

روسي ځواکونه نورو ښارونو کې بر بریدونو سربېره هره ورځ د کیېف خوا هم نږدې کېږي.

ښاغلی کلیشکو چې درانه وزن کې د سوک وهنې پخوانی نړیوال اتل دی وايي: "کیېف پر یوه جنګي کلا بدل شوی. هر سړک، هره ودانۍ او هره پوسته پیاوړې شوې ده."

تر جګړې وړاندې کیېف کې درې میلیون کسان اوسېدل، خو اوس ترې څه کم دوه میلیونه وتلي دي.

باور دا دی چې روسي ځواکونو نن پنجشنبه د دغه ښار شمال ختیځې څنډې ته ټانکونه او نور زغره وال ګاډي استولي دي.

د شپې له مخې هلته د پلازمېنې پر لور د یوې غځېدلې لویې لارې د کنټرول لپاره سخته جګړه روانه وه.

د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له اوکرایین تر دوو میلیونو ډېر کسان وتلي دي.

لوېدیځ چارواکي خبرداری ورکوي چې دا شمېر ښايي راتلونکو څو ورځو کې څلور میلیونو ته ورسېږي.

د سولې او اوربند هڅې، چې تر اوسه یې پایله نه ده لرلې

اوکرایین وايي، د روسیې او اوکرایین د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د اوربند په هکله د خبرو لومړي پړاو ناکام شوی دی.

په ترکیه کې له دې خبرو وروسته د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا وویل، هغه غوښتنې چې د ده روسي سیال سیرګي لاوروف کړې، د تسلیمېدو په مانا دي.

په ورته مهال د روسیې بهرنیو چارو وزیر وايي، د هېواد پوځي عملیات یې له پلان سره سم دوام لري.

نوموړی زیاتوي، اوکرایین ته د وسلو ورکولو له کبله د لوېدیځوالو رویه خطرناکه ده.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې اوکرایین پر روسیې تور پورې کړی، چې پر یوه زېږنتون یې برید کړی، چې د ماشومانو او مېندوارو ښځو روغتون هم دی.

اوکرایین ولسمشر ولودمیر زيلنسکي دا برید جنګي جنایت بللی.

بل لور ته ښاغلی کولیبا وايي، د غونډې په ترڅ کې د ښاغلي لاوروف خبرو ته غوږ نیول اسانه چاره نه وه او په وینا یې په ټول کې یې د روسي سیال هیله دا ده، چې د روسیې غوښتنو منلو تر مهاله به اوکرایین کې د روسي ځواکونو بریدونه دوام وکړي.

نوموړی وايي، که څه هم هېواد یې د دیپلوماتیک حل لارې موندلو لپاره د مذاکراتو دوام غواړي، خو په وینا یې اوکرایین به تسلیم نه شي.

ښاغلی لاوروف بیا وايي، د مسکو د خپلو غوښتنو په هکله د کېیف غبرګون ته منتظر دی.

روسیه وايي، اوکرایین له ناټو سره د یو ځای کېدو او د بې پرې هېواد پاتې کېدو لړ کې له خپلو څرګندونو په شا شوی.

روسیه دغه راز غواړي کیېف باید پر کریمیا ټاپو وزمه د مسکو حق ومني چې ۲۰۱۴ کال کې یې په خپله خاوره پورې غوټه کړه او دغه راز باید د لوهانڅک او دونیڅک سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژني چې پخپل سر یې اعلان کړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې اوکرایین چارواکي د هېواد په ختېځ کې پر دوو سیمو د برید پلان لري.

پر زېږنتون برید

چارواکي وايي، د ماریو پول ښار په دې روغتون کې د روسي ځواکونو هوايي بمبارۍ له کبله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي، پر روغتون د بمبارۍ له امله د مېندوارو ښځو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي هم دي خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

یوه غوښتنه چې د اوکرایین ولسمشر او نور اوکراییني چارواکي یې له ناټو نه په بیا بیا کوي هغه د نه الوت سیمې د رامنځ ته کولو ده.

خو د ناټو، امریکايي او اروپايي چارواکي وايي که ناټو د نه الوت سیمه رامنځ ته کړي دا به د ناټو او روسیې ترمنځ د مخامخ جګړې سبب شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ټروس وايي له اوکرایین سره به د نورو وسایلو مرسته وشي چې په جګړه کې یې وکاروي خو د نه الوت سیمې غوښتنه به یې پوره نه شي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چاو وزیر اننوني بلېنکن هم اوکرایین ته د جګړې لپاره د امریکايي پوځیانو د استولو خبره رد کړې او وايي، که امریکايي پوځیان یا پیلوټان د اوکرایین په خاوره کې له اوکراییني ځواکونو سره په هره کچه په جګړه کې مرسته او همکاري وکړي دا به د امریکا، روسي او ناټو ترمنځ د مخامخ جګړې سبب شي.