تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په سعودي عرب کې د پرمختیايي پروژې لپاره د کورونو له ورانېدو وروسته غوسه پارېدلې
- Author, سباستین اشر
- دنده, د بي بي سي عربي نړي چارو اډیټر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د سعودي عرب په جده ښار کې د هغو ودانیو څښتنان چې د یوې څو میلیاردي پروژې لپاره له خاورو سره خاورې شوې وايي، نه یې وار له مخه خبرداری ورکړل شوی او نه هم د تاوان لپاره څه ورکړل شوي دي.
سعودي چارواکو د جدې ښار پراخې ساحې ته د جونګړو سیمې نوم ورکړی او په وینا یې د جرم او جنایت ځالې پکې وې.
خو د دې سیمو اوسېدونکي حکومتي ادعا ردوي او وايي، دا له ډېر پخوا راهیسې ودانې سیمې دي، چې نسبتاً د بیوزله سعودیانو او بهرنیانو ته پکې د دوی له توان سره سم د اوسېدو زمینه برابرېده.
دې اوسېدونکو د ټویټر او ټېک ټاک خواله رسنیو له لارې د خپلو کورونو او مېشت ځایونو د ورانولو پر ضد احتجاجي کمپاین پیل کړی، چې دوی یې د دې پروژې پلي کولو لړ کې د بې انصافۍ او نابرابري بولي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د جدې پراخه ساحه تر سترګو کېږي، چې بلډوزرونه پکې لوړې، دنګۍ ودانۍ نړوي او تر اونیو پورې پر تویټر د ''جده ویجاړۍ '' په نامه په عربي ژبه لیکل شوی هشټګ لاس په لاس کېده.
یوه سعودي فعال چې پر انټرنېټ د وجیهه زمري په نامه پېژندل کېږي، بي بي سي سره خبرو کې د ښار مرکزي برخې ګڼ شمېر ودانیو ورانولو دا چاره د ښار تاریخ له منځه وړلو پروژه وبلله، خو سعودي چارواکي بیا دې موضوع ته له بل نظره ګوري.
دوی دا پروژه چې لګښت یې نژدې ۲۰ میلیارده ډالره اټکل شوی، نه یوازې د دې ساحلي ښار مرکزي برخې بیا رغاونه بولي، بلکې په وینا یې تاریخي او کلتوري اهمیت به یې هم زیات کړي.
د یادونې ده، چې جده له خورا اوږدې مودې راهیسې نه یوازې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ د سوداګرۍ تګ راتګ لارې په توګه کارېږي، بلکې د هر کال سلګونه زره مسلمانان له همدې لارې په مکه المکرمه کې د حج لپاره له همدې لارې تګ راتګ کوي.
په دې پروژه کې د اوپرا، سپورت لوبغالي او د ولس لپاره د سمندر پر غاړه د بېلا بېلو اسانتیاوو رامنځته کول هم شامل دي.
د التحلیه اوبو څلي په څېر ځینې مهمې ودانۍ پر ځپل ځای پرېښوول کېږي، چې د رپوټونو له مخې صنعتي موزیم به پکې جوړ شی.
د رسمي پلان له مخې به د دې پروژې لړ کې نژدې ۱۷۰۰۰ نوي مېشت ځایونه هم چمتو شي. خو هغه کسان چې دې سیمه کې مېشت وو، ادعا کوي چې دوی او د دوی په څېر کم عاید لرونکي خلک به د دې ګرانه بیه پروژې له جایدادونو بهر وساتل شي.
د دې سیمو په اوسېدونکو کې د هغو کسانو اولادونه هم شامل دي، چې ډېر مخکې د حج له ادا کولو وروسته همدلته پاتې شوي وو او ځینو یې تابعیت هم ترلاسه کړی.
خو ګڼ شمېر دا اوسېدونکي داسې دي چې د لاسونو په سخت کار یې نننی سعودي عرب ودان کړی او لا هم خپله پکې د مستقل اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د سیمې اوسېدونکي د حکومتي چارواکو هغو څرګندونو غوسه کړي، چې په وینا یې دوی د مخدره توکو کاروباریان، د غلو - غدیو او بد کردارو په نامه یاد کړي او د دوی د مېشت سیمه یې جونګړې بللې دي.
د سیمې اوسېدونکي له دوبۍ سره د پانګونې او سیلانیانو جذبولو په سعودي سیالۍ کې ځان مظلوم بولي او وايي، بې عدالتي ورسره شوې ده.