په سعودي عرب کې د پرمختیايي پروژې لپاره د کورونو له ورانېدو وروسته غوسه پارېدلې

د ویډیو تشریح، د نوې پروژې ودانیزو چارو لپاره د سعودي دویم لوی ښار پراخه سیمه ویجاړه شوې.
    • Author, سباستین اشر
    • دنده, د بي بي سي عربي نړي چارو اډیټر
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د سعودي عرب په جده ښار کې د هغو ودانیو څښتنان چې د یوې څو میلیاردي پروژې لپاره له خاورو سره خاورې شوې وايي، نه یې وار له مخه خبرداری ورکړل شوی او نه هم د تاوان لپاره څه ورکړل شوي دي.

سعودي چارواکو د جدې ښار پراخې ساحې ته د جونګړو سیمې نوم ورکړی او په وینا یې د جرم او جنایت ځالې پکې وې.

خو د دې سیمو اوسېدونکي حکومتي ادعا ردوي او وايي، دا له ډېر پخوا راهیسې ودانې سیمې دي، چې نسبتاً د بیوزله سعودیانو او بهرنیانو ته پکې د دوی له توان سره سم د اوسېدو زمینه برابرېده.

دې اوسېدونکو د ټویټر او ټېک ټاک خواله رسنیو له لارې د خپلو کورونو او مېشت ځایونو د ورانولو پر ضد احتجاجي کمپاین پیل کړی، چې دوی یې د دې پروژې پلي کولو لړ کې د بې انصافۍ او نابرابري بولي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د جدې پراخه ساحه تر سترګو کېږي، چې بلډوزرونه پکې لوړې، دنګۍ ودانۍ نړوي او تر اونیو پورې پر تویټر د ''جده ویجاړۍ '' په نامه په عربي ژبه لیکل شوی هشټګ لاس په لاس کېده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

2px presentational grey line

یوه سعودي فعال چې پر انټرنېټ د وجیهه زمري په نامه پېژندل کېږي، بي بي سي سره خبرو کې د ښار مرکزي برخې ګڼ شمېر ودانیو ورانولو دا چاره د ښار تاریخ له منځه وړلو پروژه وبلله، خو سعودي چارواکي بیا دې موضوع ته له بل نظره ګوري.

دوی دا پروژه چې لګښت یې نژدې ۲۰ میلیارده ډالره اټکل شوی، نه یوازې د دې ساحلي ښار مرکزي برخې بیا رغاونه بولي، بلکې په وینا یې تاریخي او کلتوري اهمیت به یې هم زیات کړي.

د یادونې ده، چې جده له خورا اوږدې مودې راهیسې نه یوازې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ د سوداګرۍ تګ راتګ لارې په توګه کارېږي، بلکې د هر کال سلګونه زره مسلمانان له همدې لارې په مکه المکرمه کې د حج لپاره له همدې لارې تګ راتګ کوي.

د جده ښار په زړه کې داسې تاریخي ودانۍ هم شته چې په اوومه پېړۍ کې چمتو شوې.

د عکس سرچینه، Corbis via Getty Images

د عکس تشریح، د جده ښار په زړه کې داسې تاریخي ودانۍ هم شته چې په اوومه پېړۍ کې چمتو شوې.

په دې پروژه کې د اوپرا، سپورت لوبغالي او د ولس لپاره د سمندر پر غاړه د بېلا بېلو اسانتیاوو رامنځته کول هم شامل دي.

د التحلیه اوبو څلي په څېر ځینې مهمې ودانۍ پر ځپل ځای پرېښوول کېږي، چې د رپوټونو له مخې صنعتي موزیم به پکې جوړ شی.

د رسمي پلان له مخې به د دې پروژې لړ کې نژدې ۱۷۰۰۰ نوي مېشت ځایونه هم چمتو شي. خو هغه کسان چې دې سیمه کې مېشت وو، ادعا کوي چې دوی او د دوی په څېر کم عاید لرونکي خلک به د دې ګرانه بیه پروژې له جایدادونو بهر وساتل شي.

Demolished buildings in Jeddah, Saudi Arabia
د عکس تشریح، اوسېدونکي وايي، د کورونو له ویجاړولو مخکې خبرداری نه دی ورکړل شوی

د دې سیمو په اوسېدونکو کې د هغو کسانو اولادونه هم شامل دي، چې ډېر مخکې د حج له ادا کولو وروسته همدلته پاتې شوي وو او ځینو یې تابعیت هم ترلاسه کړی.

خو ګڼ شمېر دا اوسېدونکي داسې دي چې د لاسونو په سخت کار یې نننی سعودي عرب ودان کړی او لا هم خپله پکې د مستقل اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

Demolished buildings in Jeddah, Saudi Arabia
د عکس تشریح، هغه کسان چې کورونه یې وران شوي، کلیوالو سیمو ته شړل شوي او یا خپلو، خپلوانو ته ورغلي.

د سیمې اوسېدونکي د حکومتي چارواکو هغو څرګندونو غوسه کړي، چې په وینا یې دوی د مخدره توکو کاروباریان، د غلو - غدیو او بد کردارو په نامه یاد کړي او د دوی د مېشت سیمه یې جونګړې بللې دي.

د سیمې اوسېدونکي له دوبۍ سره د پانګونې او سیلانیانو جذبولو په سعودي سیالۍ کې ځان مظلوم بولي او وايي، بې عدالتي ورسره شوې ده.