د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې یې د ماتېدو په هکله د مولانا ازاد وړاندوینه

مولانا ابوالکلام آزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مولانا ابو الکلام ازاد د هند له لومړني لومړي وزیر جواهر لال نهرو سره
    • Author, عارف محمد خان
    • دنده, د بي بي سي هندي لپاره
  • د خپرېدو وخت

مولانا ابو الکلام ازاد د ۱۸۸۸ کال د نومبر پر ۱۱ مه د سعودي عرب په مکه المکرمه ښار کې د یوه هندوستاني کره وزېږید.

د مولانا ازاد کورنۍ په هند کې د ۱۸۵۷ کال له ناکام بغاوت وروسته سعودي ته کډوال شوي وو.

د نوموړي پلار مولانا خیرالدین د ۱۸۹۸ کال کې بېرته هند ته ستون او په کولکته کې چې هغه وخت کلکته نومېد، مېشت شو.

مولانا ازاد له کوچینوالي د لیک او لوست شوق درلود او په ۱۲ کلنۍ کې یې د ماشومانو مجلو لپاره لیکنې پیل کړې.

نوموړي په ۱۹۱۲ کال کې د الهلال په نامه مجله خپره کړه، چې خورا تاوده بحثونه یې راوپارول او له دوه کاله خپرېدو وروسته د هغه وخت انګریز حکومت له درنې جریمې وروسته وتړله.

مولانا ازاد له بنګاله تبعید او د اوسنی جهاړکنډ ایالت رانچۍ ته تبعید شو.

په سیاسي ډګر کې مولانا ازاد له پیله د هند خپلواکۍ لپاره ملي وحدت تر ټولو ګټوره وسیله بلله. نوموړي ۱۹۲۱ کال کې په اګره ښار کې یوې غونډې ته د الهلال هدفونو په هکله وویل:

''باید ووایم، چې لومړنی هدف مې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق رامنځته کول دي. غواړم مسلمانانو ته ووایم، چې له هندوانو سره د مینې او ورورګلوۍ اړیکي رامنځته کړئ، چې یو بریالی ملت جوړ کړو. ''

هغه مهال چې په هند کې قومیت او کلتور ته له مذهبي زاویې کتل کېدل، مولانا ازاد د یوه داسې ملت خبره کوله، چې د مذهب، توکم یا جنسیت پر بنسټونو وېشلی نه وي.

جب مولانا ابوالکلام، انڈیا، پاکستان، تقسیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مولانا ازاد هندي مسلمانانو ته مشوره ورکړې وه، چې پاکستان ته دې نه کډوال کېږي.

له مسلم لیګ سره مخالفت

د مسلمانانو د اتحاد پلوي مولانا ازاد هېڅکله د مسلم لیګ ګوند د دوه ملیتي فکر پلويتوب و نه کړ، بلکې برالا مخالفت یې ورسره کاوه.

د ۱۹۴۶ کال اپریل پر ۱۵ مه د کانګرېس ګوند مشر مولانا ابو الکلام ازاد یوې غونډې ته وویل:

''د پاکستان په نامه مې د مسلم لیګ ګوند غوښتنه له هره پلوه ارزولې او دې پایلې ته رسېدلی یم چې دا پرېکړه نه یوازې هندوستان ته زیان رسوي، بلکې خپله مسلمانان به یې هم زیان وویني. دا پرېکړه به د حل موندلو پر ځای نور مسایل رامنځته کړي. ''

مولانا ازاد د هند وېش مخنیوي ډېره هڅه وکړه.

۱۹۴۶ کال کې چې تر کافي بریده د هند وېش نښې نښانې څرګندې شوې او دواړه ګوندونه (کانګرېس او مسلم لیګ) د هند پر وېش هوکړې ته ورسېدل، مولانا ازاد ټولو ته خبرداری ورکړ چې راتلونکي کې به هندوستان د دې وېش ناوړه پایلې وویني.

نوموړي ویلي و، د کرکې پر بنسټ رامنځته کېدونکی هېواد به تر هغو پاتې شي، چې تر څو کرکه شته او کله چې د وېش اور مړ شي، دا هېواد به هم په ټوټو ووېشل شي.

پاکستان، انڈیا، جناح

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان په هکله وړاندوینې

د مولانا ازاد هغه وړاندوینې چې ۱۹۴۶ کال کې یې د پاکستان په هکله کړې وې، ۱۹۷۱ کال کې رښتیا ثابتې شوې. نوموړي د پاکستان په هکله ډېرې وړاندوینې کړې.

د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې نوموړي ویلي و، چې دا هېواد به یو موټی پاتې نه شي، د سیاسي مشرتابه پر ځای به پوځیان پکې حکومت کوي، هېواد به تر درنو پورونو لاندې شي او له ګاونډیو هېوادونو سره به د جګړې په وضعیت کې اوسي.

مولانا ابو الکلام ازاد خبرداری ورکړی و، چې پاکستان کې به شتمن سوداګر ملي شتمني غصب کړي او نړیوال قدرتونه به پرې د نفوذ تپلو هڅې کوي.

مولانا ازاد هندي مسلمانانو ته مشوره ورکړې وه، چې پاکستان ته دې نه کډوال کېږي. ده مسلمانانو ته مشوره ورکړې وه، چې پاکستان ته د دوی له تلو سره به هندي مسلمانان د پیاوړي کېدو پر ځای 'کمزوري شي. '

نوموړي ویلي و، هغه وخت لېرې نه دی، چې پاکستان کې له مخکې مېشت خلک به د سیمه ییزې پېژندګلوۍ لپاره راپورته شي او له هنده ورغلي خلک به د نابللیو مېلمنو په توګه وبلل شي.