سعودي کې ۲۸ زره ښځو د اورګاډي چلونې دندې ته نوملیکنه کړې

دا لومړی ځل دی چې سعودي عرب کې ښځو ته د ریل ګاډي چلولو دنده ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی چې سعودي عرب کې ښځو ته د ریل ګاډي چلولو دنده ورکول کېږي.
د خپرېدو وخت

په سعودي عرب کې د ریل ګاډو یوه شرکت چې د ریل ګاډو ۳۰ ښځینه چلوونکو دندې یې اعلان کړې وايي، ۲۸ زره غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

پر دې دنده ګومارل شوې چلوونکي به له یوه کال روزنې وروسته هغه چټک ریل ګاډي چلوي چې د سپېڅلو ښارونو مکه المکرمه او مدینه المنوره تر منځ سفر کوي.

په سعودي محافظه کاره ټولنه کې دا لومړی ځل دی، چې د ښځو لپاره د دا ډول دندې ورکولو اعلان کېږي.

له لسیزو راهیسې سعودي عرب له هغو هېوادونو یو دی، چې په کاري ځواک کې یې د ښځو شمېر خورا لږ وو.

له هغه راهیسې چې د هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د نفتو پر عاید د تکیه اقتصاد متنوع کولو لړ کې اقدامات پيل کړي، په کاري ځواک کې د ښځو شمېر کې پاموړ زیاتوالی راغلی.

دې اقداماتو کې پر ښځو د ګاډو چلولو بندیز لېرې کول او دغه راز د سفر لپاره د محرم شرط کې نرمښت هم شامل دي.

دې سره یوازې تېرو پنځو کلونو کې د سعودي عرب په کاري ځواک کې د ښځو شمېر دوه برابره ډېر شوی، ۳۳ سلنې ته رسېدلې او د پروسږ کال لومړۍ نیمايي کې د نارینه وو پرتله ډېرې ښځې د دغه هېواد په کاري ځواکې شاملې شوې دي.

خو دې سره سره هم په امریکا کې د بروکینګ انسټیټوټ فکري مرکز په پروسږني رپوټ کې ویل شوي، چې په ځانګړې توګه په عامه سکتور کې لا هم د سعودي نارینه وو شمېر د ښځو پرتله خورا زیات دی.

د اسپانوۍ کمپنۍ رینف تازه اعلان ته له همدې کبله په داسې نظر کتل کېږي چې عامه سکتور ته به د لږ ښځینه کارکوونکو جلب لامل شي.