هندي چارواکي وايي، د ونډو بازار مشره 'د یوه راهب ګوډاګۍ' وه

چترا رام کرشنا په ۲۰۱۶ کال کې دنده پرېښوده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چترا رام کرشنا په ۲۰۱۶ کال کې دنده پرېښوده
د خپرېدو وخت

هندي چارواکي وايي، دې هېواد کې د ونډو تر ټولو لوی بازار پخوانۍ مشرې یوه راهب 'ملنګ 'ته مهم کاروباري معلومات ورکړي او د هغه په سلا مشوره یې پرېکړې کړې.

د هند اسعارو امنیت بورډ 'ایس اي بي ای ' چارواکي وايي، چترا رام کرشنا هغه مهال په همالیه غرونو کې له یوه دېره راهب سره سلا مشورې کړې، چې د هند ونډو ملي بازار 'این ایس اي ' مشره وه.

ویل کېږي، اغلې چترا له دې نامعلوم راهب سره کاروباري پلانونه، د بورډ غونډو معلومات او اقتصادي طرحې شریکې کړې دي.

د یادونې ده، چې اغلې چترا په ۲۰۱۶ کال کې له دندې استعفا وکړه.

ایس اي بي ای چارواکي وايي، هغه اسناد چې دوی د قضیې څېړنې په لړ کې راټول کړي، 'په څرګنده ' ښيي چې د هند ونډو ملي بازار اصلاً همدې راهب چلاوه او اغلې چترا د دندې تر پایه 'د هغه په لاسونو کې یوازې د ګوډاګۍ رول لوباوه. '

ایس اي بي ای ادارې اغلې چترا رام کرشنا ۳۰ میلیونه هندۍ روپۍ جریمه کړې او تر درې کالو پورې یې د هند ونډو بازارونو او اړوند ادارو کې د نوموړې پر دنده بندیز لګولی.

بي بي سي پر دې موضوع د غبرګون څرګندولو لپاره د راهب په نامه هغه برېښنالیک ادرس ته غوښتنه واستوله چې چارواکو یې په قضیه کې یادونه کړې، خو سملاسي ځواب تر لاسه نه شو.

د دې راهب په هکله نور معلومات نه دي وړاندې شوي او هندي چارواکي یوازې دومره وايي، چې د همالیه غرونو په لړ کې دېره دی.

بل لور اغلې چترا رام کرشنا ایس اي بي ای ته ورکړل شویو معلوماتو کې ویلي، چې دغه راهب یې دوې لسیزې مخکې د ګنګا سیند پر غاړه لیدلی و.

نوموړې منلې چې له هغه راهیسې یې 'د یو شمېر شخصي او مسلکي ' مسائلو په تړاو له دې راهب سره سلا مشوروې کړې دي.

نوموړې وايي: ''هغسې چې موږ پوهېږو، مهم مشران له روزونکو، سرپرستانو او نورو مشرانو سره غیر رسمي سلا مشورې کوي، چې اصلاً دا هر څه غیر رسمی بڼه لري، هغسې مې محسوسوله چې دغه لارښوونې به د خپل رول په ښه ډول تر سره کولو کې راسره مرسته وکړي. ''

ایس اي بي ای بیا د اغلې چترا دا فعالیتونو 'له اصولو سخته سرغړونه ' بللې او په وینا یې د نوموړې دا خبره چې ګواکې د دې کړنو له کبله د ونډو بازار ته زیان نه دی اوښتی د 'خندا وړ ' ده.

چارواکي وايي، د ونډو بازار په هکله د څېړنو پر مهال لومړی ځل د اغلې چترا او راهب تر منځ د برېښنالیکونو په هکله خبر شول.