جانسن: روسیه پر اوکرايين د یرغل لپاره جدي تیاری نیسي

د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسن وايي "ډېر روښانه شواهد شته" چې روسيه پر اوکرایين د يرغل پلان لري.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د سپينې ماڼۍ چارواکو ويلي ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بايډن له نوموړي سره د اوکرايين پر سر خبرې وکړي.
وړاندې لومړي وزير جانسن هم ويلي وو چې د ډيپلوماټيکو هڅو ګړندي کېدو په موخه هر څه يې چې په وس کې دي ترسره به یې کړي. نوموړي د ښاغلي بايډن په ګډون له مختلفو مشرانو سره خبرو يادونه هم وکړه.
د جرمني لومړی وزیر اولاف شولتز نن دوشنبه په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو دیپلوماتیکو هڅو لړ کې د اوکرایین له ولسمشر ولودومیر زیلنسکي سره ویني او سبا سې شنبه به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وویني.
په ورته مهال د جي - سېون هېوادونو سازمان چې د نړۍ ځواکمن اقتصاد لرونکي هېوادونه پکې شامل دي، خبرداری ورکړی، پر اوکرایین د روسیې پوځی یرغل به د دوی له لوري پر مسکو د سختو بندیزونو لامل شي.
د دوشنبې پر ورځ د امریکا، بریتانیا او جرمني په ګډون د جي سېون شتمنو هېوادونو اقتصاد وزیرانو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی ''لومړیتوب د تاوتریخوالي کمولو هڅو ملاتړ دی. ''
په اعلامیه کې دغه راز خبرداری ورکړل شوی، چې که روسیه پر اوکرایین پوځي یرغل وکړي، دوی به په ټولیزه توګه پرې ''داسې مالي او اقتصادي بندیزونه ولګوي، چې د روسیې پر اقتصاد به یې اغېز سملاسي او پراخ وي. ''
ښاغلي شولتز هم د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته له سفر مخکې خبرداری ورکړی، چې که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، له سختو اقتصادي عواقبو سره به مخامخ شي.
بل لور اوکرایین چارواکو له روسیې او اروپايي امنیتي همکارۍ ډلې سره پر پوله د تاو تریخوالي کمولو په موخه د غونډې رابللو غوښتنه کړې.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دمېترو کولیبا وايي، پر پوله د پوځيانو ځای پر ځای کولو لړ کې د سپیناوي ورکولو لپاره د دوی رسمي غوښتنې له پامه غورځولې دي.
نوموړی وايي، 'دویم ' ګام دا دی چې د روسیې پلانونو په تړاو د 'شفافیت ' لپاره په ۴۸ ساعتونو کې دننه یوه غونډه راوبلل شي.
ښاغلي کولیبا وویل، د جمعې پر ورځ یې د ویانا سند اصولو له مخې له روسیې د دغه هېواد د پلان په هکله سپیناوی غوښتی. ویانا سند د روسیې او اروپايي هېوادونو په ګډون د سازمان غړو هېوادونو تر منځ د امنیت برخه کې د همکاریو یوه هوکړه ده، چې د 'او اېس، سي اي ' په نامه یادېږي.
بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلنسکي چې د دا ډول ادعاوو له کبله له خپرېدونکي 'ډار ' سره مخالفت کوي وايي، داسې هیڅ ثبوت یې نه دی لیدلی چې روسیه به راتلونکو ورځو کې پر اوکرایین یرغل وکړي.
ښاغلي زیلنسکي پر یکشنبه نژدې یو ساعت د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره ټلیفوني خبرې کړې، سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن ولسمشر زیلنسکي ته ''د امریکا ملاتړ ډاډ ورکړی او دواړو مشرانو د دیپلوماسې هلو ځلو پر روان ساتلو توافق کړی. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
اوکرایین چارواکو د دې خبرو په هکله ویلي، ولسمشر زیلنسکي د ''کلک ملاتړ '' له کبله د امریکا متحدو ایالتونو مننه کړې او ولسمشر بایډن ته د اوکرایین سفر بلنه ورکړل شوې، خو سپینې ماڼۍ د دې بلنې په هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې له دې یوه ورځ مخکې د امریکا او روسیې ولسمشرانو تر منځ له یو ساعته ټلیفوني خبرو وروسته دې لړ کې د کوم څرګند پرمختګ نښې، نښانې نه دي لیدل شوې.
که څه هم روسیې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۰۰ پوځیان له ټانکونو او زغره والو ګاډو سره ځای پر ځای کړي دي، خو پر اوکرایین د یرغل کولو پلان لرل ردوي.
بل لور ځینې اروپايي هېوادونه وايي، روسیه د پوځي عملیاتو پلان لري او امریکا متحده ایالتونو ویلي، روسي ځواکونه ښايي ''هره شېبه '' هوايي بمبارۍ پیل کړي.
نژدې یو درځن هېوادونو په اوکرایین کې له خپلو مېشتو وګړو غوښتي چې له دې هېواده ووځي او ځینو له پلازمېنې کیېفه خپل دیپلوماتان هم ایستلي دي.
بل لور د سي بي اېس خبري شبکې د دریو سرچینو له قوله په خپل تازه رپوټ کې ویلي، امریکا متحده ایالتونه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د اوکرایین له پلازمېنې د خپلو ټولو کارکوونکو ایستلو چمتوالی کوي.



















