امریکا له اوکرایین د خپلې سفارتي عملې د ایستلو ننګه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا حکومت په اوکرایین کې د خپل سفارت د عملې ایستلو او د سفارت د خالي کولو د پرېکړې ننګه کړې او دا یې پر ځای ګام بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، د روسیې لخوا پر اوکرایین د برید جدي ګواښ د دې لامل شو چې امریکا د خپل سفارت عمله وباسي.
د ښاغلي بلېنکن له دې څرګندونو سره هم مهاله د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، وارخطایي تر ټولو لوی دوښمن دی او ټولې ښکېلې غاړې باید ارامه و اوسي.
روسیې دا مهال له اوکرایین سره پر پوله شاوخوا یو لک پوځیان راټول کړي، خو د لویدیځو هېوادونو دا ادا ردوي چې ګواکې مسکو پر اوکرایین د برید پلان لري.
د شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره تیلیفوني خبرو کې وویل، که روسیه پر اوکرایین برید وکړي نو د امریکا او ناټو چټک او سخت ځواب سره به مخ شي.
په ورته مهال يو شمېر هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې له اوکرايين څخه ووځي. امریکا، بریتانيا او جرمني د هغو ۱۲ هېوادونو په ډله کې دي چې خپلو وګړو ته يې سپارښتنه کړې چې له اوکرايينه ووځي.
بل لور د بریتانوي دفاعي ځواکونو سلاکار وزیر جیمز هیپي وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل په صورت کې به اوکرایین ته بریتانوي ځواکونه نه استول کېږي.
نوموړی وايي، په اوکرایین کې مېشت بریتانویان باید انتظار و نه کړي، چې بریتانوي ځواکونه به یې له هغه ځایه باسي. بریتانیا هم اوس په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې خپلو اتباعو ته سملاسي له اوکرایینه د وتلو ویلي دي.

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان وويل، "روسي ځواکونه اوس په داسې حالت کې دي چې د لوی پوځي ګام پورته کولو توان لري. موږ په ښکاره ډول د راتلونکي وړاندوينه نشو کولی، موږ نه پوهېږو چې څه به پېښ شي خو ګواښ اوس خورا زيات دی".
نوموړي زیاته کړه، دوی نه پوهېږي چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د بريد وروستۍ پرېکړه کړې که نه خو وايي کرملين د پوځي ګام توجيه کولو لپاره د يوې پلمې په لټه کې دی چې د هغه په وينا کېدی شی له شديدې بمبارۍ سره پيل شي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کړې چې امريکايي چارواکو تېره اوونۍ د اوکرايين په پولو کې د روسي ځواکونو د لا زياتېدو خبرداری ورکړی و.
خو د روسيې بهرنيو چارو وزارت همدا ډول د جمعې په ورځ لوېديځ هېوادونه د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن کړل.




















