فرانسه کې د الجزایر خپلواکۍ اتل مجسمه ویجاړه شوې

sculpture inaugurated

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا هنري اثر له پرانیستل کېدو څو ساعته مخکې ویجاړ شوی
د خپرېدو وخت

د الجزایر یوه پوځي اتل مجسمه په مرکزي فرانسه کې له پرانیستل کېدو څو ساعته مخکې ویجاړه شوې ده.

د امیر عبدالقادر دا مجسمه چې یو مهال ''د فرانسې تر ټولو سخت دښمن '' بلل کېده، له فرانسې د الجزایر خپلواکې تر لاسه کولو ۶۰ کلیزې په مناسبت پرانیستل کېده.

عبدالقادر د ۱۸۳۰ کال کې چې فرانسې پر الجزایر یرغل وکړ، د خپلواکۍ غوښتونکو جنګیالو مشري کوله.

امیر عبدالقادر د فرانسې په امبوایسي ښارګوټي کې زنداني و، چې اوس یې نوې مجسمه پکې ځای پر ځای کېږي.

د دغه ښارګوټي ښاروالی وايي، له هنري کار سره د داسې چلن له کبله ''شرمېدلی '' او په وینا یې د پرانیستي مراسم به تر سره کړي.

ښاروال ټیري بوتارد وايي:

''نن د همغږۍ او یو موټیوالي ورځ ده او داسې چلن د توجیه وړ نه دی. ''

د فرانسې لپاره د الجزایر سفیر په دې هکله وايي، دا د ''ذلت یو داسې فعل دی، چې په هکله یې هېڅ نه شي ویل کېدای. ''

امیر عبدالقادر څوک و؟

د ورانکارۍ دا پېښه داسې مهال کېږي چې فرانسه کې ولسمشریزو ټاکنو ته چمتوالی روان دی او په دې ټاکنو کې د ځینو کاندیدانو لپاره د اسلام او کډوالو موضوعات پاموړ مسایل دي.

امیر عبدالقادر چې د فرانسې اشغال پر وړاندې د وسله وال مقاومت له مشرتوب مخکې یو دیني مبلغ و، د ننني الجزایر دولت له موسسینو بلل کېږي.

خو په ۱۹ پېړۍ کې د نوموړي په مشرۍ د فرانسوي واک پر ضد مقاومت ناکام شو او امیر عبدالقادر فرانسې ته له لېږدول کېدو وروسته څلور کاله د دې هېواد په سویل لوېدیځ امبوایسي ښارګوټي کې له کورنۍ سره زنداني شوی و.

له خوشي کېدو وروسته بیا نوموړی په منځني ختیځ کې له فرقه ییزو بریدونو د ځايي عیسویانو خوندي ساتلو لړ کې د مهم رول له کبله په نړیواله کچه وستایل شو.