ملګري ملتونه: د یمن جګړه کې سلګونه کم عمره وسلوال وژل شوي

Houthi mobilisation in Sanaa

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي ۲۰۲۰ کال په يمن کې د حوثي ياغيانو له خوا ګومارل شوي شاوخوا ۱۵۰۰ کم عمره وسله وال په جګړو کې وژل شوي او ورپسې کال سلګونو نورو خپل ژوند بايللی دی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يوه راپور کې کارپوهانو ويلي، چې ياغيان لا هم ماشومانو ګوماري او د سعودي په مشرۍ د ځواکونو له خوا پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونو کې اوس هم تلفات اوړي.

دغه جګړه چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې تر ۱۰ زرو زيات ماشومان په کې وژل شوي، په لسګونو زره لویانو هم د جګړې په پايله کې ژوند بايللی، ميليونه کسان بېځايه شوي او دغه هېواد اوس له بشري ناورين سره لاس او ګريوان دی.

د ملګرو ملتونو په دغه ۳۰۰ مخيز راپور کې راغلي چې دوی د ۱۴۰۶ هغو ماشومانو لست ترلاسه کړی چې د حوثيانو له خوا ګومارل شوي او بيا د جګړې ډګر کې وژل شوي دي. د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ تر مې مياشتې د وژل شويو ماشومانو شمېر ۵۶۲ تنه ښودل شوی دی.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس د کارپوهانو د څلور کسيزې ډلې له خولې وايي، "په يوه کمپ کې د اوو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د وسلو پاکول او د راکټونو څخه د تېښتې زدکړه ورکول کېده".

دغې ډلې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې "د ماشومانو د ګومارولو لپاره د ښوونځيو، اوړي کمپونو او جوماتونو کارولو څخه ډډه وکړي او هغو کسانو ته چې دې ته پام نه کوي پرې د بنديزو سپارښتنه وکړه".

دوې اوونۍ وړاندې پر متحده عرب اماراتو د حوثيانو د ډرون بريد وروسته جګړه کې زياتوالی راغلی دی.

د جنورۍ پر ۲۱ د صعده په شمال لوېديځ کې د حوثيانو پر يوه زندان هوايي برید کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او امریکا د تاوتريخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې.