يمن کې لوږه: څلور سوه زره ماشومان يې قربانيان دي

د ویډیو تشریح، يمن کې لوږه: څلور سوه زره ماشومان يې قربانيان دي
د خپرېدو وخت

ملګری ملتونه وايي يمن کې به ۱۶ ميليون خلک سږنی کال وږي وي، او دغه هېواد لسيزو موده کې د خورا سختې لوږې پر څنډه دی.

دوی اټکل کړی، څلور سوه زره ماشومان به خورا سختې خوار ځواکۍ کړېږي، او ښايي له بيړنۍ دروملنې پرته ومري. يوه يادونه داې چې د دې راپور ځينې برخې خواشينوونکې دي.