میلیونونه یمنیان له لوږې سره مخامخ دي
د خپرېدو وخت
ملګرو ملتونو يمن کې پر جنګېدونکو ډلو غږ کړی، چې خپل ځواکونه دې له کوم ځنډ پرته له حديده مهم بندري ښاره وباسي. دا بندر دغه هېواد ته د ډېرې اړتيا وړ خوړو رسولو لپاره خورا مهم دی، خو دې سيمه کې د اوو اوونيو اوربندر نازک ګڼل کېږي. د بي بي سي ليز دوسېت حديده ولايت کې د خوخه ښارګوټي ته ورغلې وه، او دا راپور یې پرې چمتو کړی.