د قزاقستان کړکېچ: راپورونه وايي د اعتراضونو په لړ کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د رسنيو راپورونو کې د روغتيايي چارواکو له خولې ویل شوي چې په قزاقستان کې د حکومت ضد مظاهرو او لاريونونو په ترڅ کې لږ ترلږه ۱۶۴ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قزاقستان د ولسمشر دفتر د يکشنبې پر ورځ وويل، نژدې شپږ زره کسان نيول شوي چې وايي د پام وړ بهرني اتباع هم په کې شامل دي.

مظاهرې چې د تېلو د بيو لوړېدو له امله رامنځ ته شوې، اوس په ټول هېواد کې پر پراخ تاوتريخوالي اوښتې دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف وړاندې د احتجاجونو ختمولو لپاره د زور کارولو امر وکړ او امنیتي ځواکونو ته یې واک ورکړ، چې د خبرداري له ورکولو پرته پر احتجاجیانو چې دی یې ''ترهګر '' بولي ډزې کولای شي.

تېره اوونۍ د روسيې په ګډون ځينو هېوادونو قزاقستان ته پوځيان ولېږل چې د نظم په ټينګولو کې مرسته وکړي.

روسیه ټینګار کوي، چې د سیمه ییزې ټلوالې په چوکاټ کې یې د ځواکونو دا ګومارنه لنډمهالې ده.

د ولسمشر توکايف د دفتر په خبرپاڼه کې زياته شوې چې اوس وضعيت ارام دی، پوځيان د عامه تاسيساتو ساتنه او چاڼيز عمليات ترسره کوي.

په ورته وخت په ټول هېواد کې بېړنۍ حالت لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د بي بي سي خبريال سټيو روزنبرګ وايي په پلازمېنه نورسلطان کې داسې څرګندې نښې شته چې امنيت ټينګ شوی او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ننوتو لار تړل شوې ده.

خو نوموړی زياتوي، داسې ښکاري چې وروستی تاوتريخوالی د قزاقستان د واکمنو تر منځ د واک له جګړې سره هم تړاو لري.

د رپوټونو له مخې په پلازمېنه الماتا کې د وروستيو تاوتريخواليو له امله شاوخوا ۱۰۳ تنه وژل شوي دي. دلته امنيتي ځواکونه وايي چې دوی په دې ښار کې د نظم راوستلو په موخه بلواګر وژلي او وايي لاريونو کوونکو هڅه کوله د پولیسو مرکزونه ونيسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د يکشنبې پر ورځ (۹ جنوري) د قزاقستان د ولسمشر پر هغه فرمان نيوکه وکړه چې امنيتي ځواکونو ته يې ويلي وو چې له خبرداري پرته پر مظاهره چيانو ډزې کولی شي. ښاغلي بلېنکن وايي، دغه فرمان "ناسم دی او بايد لغوه شي".

نوموړي زياته کړې چې د قزاقستان له ولسمشر يې روسي ځواکونو ته د بلنې ورکولو په اړه هم وضاحت غوښتی دی.