قزاقستان کرکېچ؛ امریکا وايي، د روسیې پوځیانو ځای پر ځای کېدو په هکله پوښتنې لري

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکېن، د قزاقستان هغه پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې، چې له مخې یې د حکومت-ضد لاریوني-ناکرارۍ د ارامولو لپاره له روسیې پوځي مرسته غوښتې.

ښاغلي بلېنکېن ویلي چې د قزاقستان حکومت ته به وروسته دا ګرانه وي، چې د روسیې په مشرۍ ټلوالې ځواکونه له خپل هېواده وباسي.

هغه ویلي چې امریکا هلته روان وضعیت څاري.

نوموړي زیاته کړه: ''موږ له قزاقستان سره اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. دغه هېواد کې روان وضعیت په ډېرې اندېښنې سره څارو او ټول هڅوو، چې د ستونزې هواري لپاره سوله ییزه او رغنده لار ومومي. موږ د دې غوښتنې په هکله پوښتنې لرو، دا غوښتنه ولې رامنځته شوه، هڅه کوو، په دې هکله لا ډېر پوه شو. ''

روسیه ټینګار کوي، چې د سیمه ییزې ټلوالې په چوکاټ کې یې د ځواکونو دا ګومارنه لنډمهالې ده.

په قزاقستان کې لاریوني تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نیول شوي دي.

دې ناکراریو کې لسګونه کسان وژل شوي دي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، قزاقستان حکومت کولای شي، خپله د حالت کابو کولو لپاره اقدامات وکړي.

نوموړی وايي، دی نه پوهېږي چې ولې دا پوځیان هلته ځای پر ځای کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې په مشرۍ د ۲۵۰۰ پوځیانو یوه لومړنۍ جوپه قزاقستان ته رسېدلې ده.

روسیه بیا ټینګار کوي، چې د پخواني شوروي اتحاد د پنځو غړو هېوادونو د امنیتي ټلوالې 'سي ایس ټي او ' پوځیانو دا ګومارنه موقتي ده.

د قزاقستان کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د دې احتجاجونو ترڅ کې چې د مایع ګاز بیو لوړېدو په غبرګون کې پیل شول، ۲۶ ''وسله وال مجرمین له پښو غورځول شوي '' او د امنیتي ځواکونو ۱۸ کسان هم وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو، امریکا، بریتانیا او فرانسې بیا له ښکېلو اړخونو غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.