تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قزاقستان: توکمیز تاو تریخوالي کې اته کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان دي
رپوټونو کې ویل شوي، په قزاقستان کې د توکمیز تاو تریخوالي پېښو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د جمعې پر ورځ په ماسانچي نومي کلي کې د دغه اړودوړ له کبله ۳۰ کورونو او ۱۵ سوداګریزو مرکزونو ته زیان اوښتی یا سوځول شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، پېښه د قزاق توکمو، دونګان نومې لږکۍ کسانو او هويي مسلمانانو تر منځ له شخړې وروسته شوې ده.
هويي مسلمانان د ۱۹ پېړۍ اوږدو کې له چینه دغې سیمې ته کډوال راغلي وو.
ولسمشر قاسم جمارت توکایيف وايي، سیمه اوس د پولیسو او ملي ګارد ځواکونو په کنټرول کې ده.
ښاغلی توکاییف یوې خبري غونډې ته وویل، د سیمې اوسېدونکو تر منځ د سیمې په یو شمېر ځایونو کې نښتې شوې او په همدې تړاو ۴۷ کسان نیول شوي دي.
ښاغلي توکاییف امنیتي ځواکونو ته ویلي، هغه کسان باید محاکمه شي چې کرکه خپروي، 'ګنګوسې او ناسم معلومات خپروي. '
د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د یوه کلي څنګ ته خلک روان دي، چې د ځینو لاسونو کې کوتکونه لیدل کېږي او د سړک پورې غاړې ته له ودانیو د اور لمبې پورته کېږي.
یوه ډرېور چې د قرغیزستان او قزاقستان تر منځ د پولې له سیمې د قزاقستان تر الماتا پورې سپرلۍ وړي وویل، ماسانچي کلي ته غځېدلې لارې تړل شوې دي. هغه وايي:
''کلي کې اوس کراري ده، خو څوک نه شي ورتلای، هلته پولیس او پوځیان ځای پر ځای شوي. ''
د اطلاعاتو وزیر دورین اباییف وايي، پېښه د هرې ورځې شخړو له کبله رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه په الماتا کې بازارونه تړل شوي دي.
دغه سیمه چې تاوتریخوالی پکې رامنځته شوی، د دونګان توکمو او ګڼ شمېر هويي مسلمانانو مېشت ځای دی.