تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: بريتانيا کې د مړينو شمېر له يو نيم لکو واوښت
په بريتانيا کې د کورونا وبا له پيل راهيسې له ۱۵۰ زره زياتو کسانو خپل ژوند د کورونا وېروس له امله بايللی دی. په دې هېواد کې د شنبې پر ورځ د مړو شمېر ۳۱۳ تنه ښودل شوی چې له دې سره په دې هېواد کې ټولټال ۱۵۰۰۵۷ کسان له دغه وېروسه مړه شوي دي.
له امريکا، برازيل، هند، روسيې، مکسيکو او پيرو وروسته بريتانيا اووم هېواد دی چې د مړو شمېر په کې ۱۵۰ زرو ته رسېږي.
په بريتانيا کې بيا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۴۶ زره تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېره برخه کې په کې د کورونا اومېکرون بڼې ښودل شوې ده.
په دې هېواد کې په وروستيو اوو ورځو کې د مړينې او په روغتون کې د بستر کېدو شمېر ډېر شوی خو دلته د واکسين اغېز په دې معنی دی چې د مړينې کچه د کورونا وېروس د پخوانيو څپو پرتله کمه ده.
بل پلو په امريکا کې تر دې مهاله د کورونا وېروس د مثتبو پېښو شمېر له ۵۹ ميليونو اوښتی دی او له ۸۳۶ زرو زياتو کسانو يې له امله ژوند بايللی دی. په دې هېواد کې په تېرو ۲۸ ورځو کې د مړينې شمېر ۳۸ زره ښودل شوی دی.
په امريکا کې پېښې په داسې حال کې په زياتېدو دي چې دلته د کورونا د پخوانيو بڼو پرتله د مړينې او يا روغتون کې د بستر کېدو شمېر لږ دی چې علت يې واکسين او د اومېکرون بڼې نرموالی ښودل شوی دی.
څېړنې ښيي چې د کورونا اومېکرون بڼه د ډېلټا پرتله نرم دی خو ويل کېږي چې د خپرېدو اندازه يې د نورو پرتله ډېره ده.
د نړۍ په ډېری نورو هېوادونو کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې په زياتېدو دي چې د روغتيايي خدمتونو برخه يې له ستونزو سره مخ کړې ده.