اېمانویل مکرون: پرهغو خلکو به محدودیتونه ولګوو چې واکسین یې نه دی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون خبرداری ورکړی چې غواړي د فرانسې هغو خلکولپاره چې د کووېډ - ۱۹پرضد یې واکسین ندی کړی ژوند سخت کړي.
هغه د له پاریسېن ورځپاڼې ته وویل: ''په ريښتیا غواړم دوی ته ژوند سخت کړم، او دې کارته به دوام ورکړم. ''
خوسیاسي مخالفین یې وايي، هغه سخته ژبه چې ده په خپلې مرکې کې کارولې د یو ولسمشر لپاره مناسبه نه وه.
د ښاغلي مکرون دغو یادونو د پارلمان وکیلان دې ته اړ کړل چې پرهغه قانون بحث وځنډوي چې غواړي د بې واکسینه خلکو یو شمېر فعالیتونه بند کړي.
دویمه ورځ ده چې د فرانسې ولسي جرګې غونډه ځنډول شوې، ځکه چې مخالفو وکیلانو د ولسمشر لخوا د دغسې ژبې کارولو له امله شکایت کړی او یو مخکښ مشر هغه نامناسبه، غیرمسولانه او قصدي بللې.
هیله کېده چې دا قانون به پدې اونۍ کې تصویب شي، خود واکسین مخالفین یې په غوسه کړل او د پارلمان یو شمېرو کیلانو وویل ددې مسلې له امله ورته د مرګ ګواښونه شوي.
په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کوېډ - ۱۹ پر ضد واکسین کول اجباري شويدي، او اتریش غواړي سر له راتلونکې میاشتې یې د هغوکسانو لپاره چې عمر یې له ۱۴ک لونو لوړ دی اجباري کړي او جرمني هم غواړي بالغو کسانو لپاره ورته اقدام وکړي.
د سه شنبه پرورځ له پاریسېن ورځپاڼې سره مرکې کې، ښاغلي مکرون وویل چې په زوره به خلک واکسین نه کړي خو ویې ویل چې تر ممکنه حده به په ټولنیز ژوند کې ځینوفعالیتونو ته د هغوی لاسرسی محدود کړي اوپدې توګه به خلک واکسین کولوته وهڅوي.
هغه وویل:
''بې واکسینه خلک به زندان ته و نه لېږم خود جنوري له ۱۵مې وروسته به ورته وایو چې نور به نشئ کولای رستورانتونو ته لاړشئ. نور به نشئ کولای د قهوې څښلو لپاره لاړ شئ، نور به نشئ کولای چې تیاتر او سینما ته لاړشئ. ''

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسوي ژبې، اېمېردېر،کلیمه چې ښاغلي مکرون کارولې - 'ځئ ورک شئ ' په معنا یوه نامناسبه اصطلاح بلل کېږي چې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو څلور میاشتې وړاندې یې د مخالفو وکیلانو شدید غبرګون راوپارولی.
د فرانسې په سنا جرګې کې د ښی اړخو جمهوري پلوو مشر، برونور یتېلیو وویل: ''هیڅ ډول روغتیايي بېړنی حالت دغسې ژبه نشي توجیه کولای. '' هغه زیاته کړه: '' ایمانویل مکرون وايي له فرانسويانو سره مینه لري،خو داسې ښکاري چې ورڅخه کرکه لري. ''
د ولسمشرۍ یوې لویې نوماندې، جمهوري پلوې والېري پېکرېس،سي نیوزته وویل، په غوسه شوې چې ولسمشرناواکسین شوي خلک تورن کړل اود اتباعو په توګه یې و نه ګڼل. هغې زیاته کړه: ''هغوی باید هغسې چې دي ومنئ - رهبري یې کړئ، سره یوځای یې کړئ او سپکاوی یې ونه کړئ. ''
د افراطي ښی اړخي ګوند مشر مارین له پېن په یو ټویټ کې وویل: '' یو ولسمشرباید داسې خبره و نه کړي... اېمانویل مکرون ددې څوکۍ وړتیا نه لري. ''
په همدې ترڅ کې،کیڼ اړخي سیاستوال ژان لوس مېلېنکون د ښاغلي مکرون دا یادونې ''دحیرانتیاوړ اعتراف '' وباله. او زیاته یې کړه: '' روښانه ده چې د واکسین کولو سند درلودل د انفرادي ازادۍ پرضد یوه ډله ییزه سزا ده. ''
په ۱۹۶۶کې ولسمشر ژورژېز پومپیدو هم دغسې ژبه کارولې وه، خو د ښاغلي مکرون برخلاف، هغه ویلي وو اوس دا وخت رارسېدلی چې د فرانسې د خلکو له ځورولو لاس واخیستل شي.
د ښاغلي مکرون یو پلوي کرېستوف کستانېر د چارشنبې پرورځ وویل: ''کله چې پومپیدو دغسې خبره کړې وه هیڅوک یې حیران نه کړل. ''
فرانسې په ټوله اروپاکې دکوېډ - ۱۹ پرضد ترټولو لوړه کچه واکسین کړي، له ۹۰سلنې ډېرو بالغو خلکو دوه ځله واکسین کړی، او ښاغلي مکرون هغو تقریبا ۵ میلیونو خلکو ته اشاره کړې چې تر اوسه یې واکسین ندی کړی.
په میاشتو میاشتوفرانسوي چارواکو له خلکو غوښتل چې زیاترو عمومي ځایونوته د لاسرسي لپاره یا د واکسین کولو د ثبوت سند وښيي او یا د کووېډ د معاینې منفي نتیجه.
خو پداسې حال کې چې دکووېډ - ۱۹ ناروغانوشمېرپه بېسارې کچه ډېر شوی اوس د فرانسې حکومت د کووېډ۱۹ - د معاینې منفي نتیجه نه بلکې د واکسین کولو د ثبوت سند غواړي.
د سه شنبې پرورځ، چارواکو د کووېډ - ۱۹د ۲۷۱،۶۸۶ ورځینیو پېښو راپور ورکړ- چې دا د نړیوالې وبا له پیل راهیسې ترټولو لوړه شمېره ده.
ښاغلي مکرون لا تراوسه په رسمي ډول اعلان ندی کړی چې د دویمې دورې ولسمشرۍ لپاره به ځان نوماندوي، خو د سه شنبې پر ورځ له پاریسېن ورځپاڼې سره مرکې یې وویل، غواړي ځان کاندید کړي او کله چې د هېواد روغتیايي وضعه اجازه ورکړي خپله پرېکړه به روښانه کړي.




















