کورونا: د نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته د هند پلازمېنه کې ګرځبندیز ولګېد

د عکس سرچینه، EPA
د هند پلازمېنې ډیلي په ګډون یو شمېر لویو ښارونو کې د کووېډ نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره دغه هېواد کې د کورونا درېیمې څپې خپرېدو وېره څرګندېږي.
هندي روغتیا پالان وايي، پر چهار شنبه د ۵۸ زره ۹۷ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي، چې د تېرې اونۍ پرتله شپږ برابره زیات شمېر دی.
ماهرین د دې زیاتولي لامل د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون بولي.
د ټولو نویو ناروغانو له دریو یوه برخه یې یوازې په ډیلي او ممبۍ ښارونو کې ثبت شوي دي.
دواړو ښارونو کې د ګرځبندیز په ګډون سخت اقدامات شوي، چې د وېروس خپرېدو مخه ونیول شي. په هند کې د واکسینو ورکړې چارو مسوول این کي اروړا این ډي ټي وي خبري شبکې ته پر دوشنبه وویل، د کورونا وبا درېیمه څپه وار له مخه په هېواد کې پیل شوې ده.
د نوموړي په خبره: ''د دې نوې څپې تر شا نوې بڼه... اومېکرون ده. ''
په هند کې د اومېکرون بڼې نویو ناروغانو شمېر ۲۰۰۰ کسانو ته رسېدلی، چې تر ټولو ډېر شمېر (۶۵۳ کسان) یې په مهاراشټر ایالت کې دی، چې ممبۍ یې مرکزي ښار دی او دویم ځای کې پلازمېنه ډیلی دی، چې د ناروغانو شمېر یې ۴۶۴ کسانو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ډیلي عامې روغتیا وزیر ستیندر جېن وايي، پلازمېنه کې معاینه شوي ۸۱ سلنه نوي ناروغان پر همدې اومېکرون بڼه اخته دي.
رپوټونو کې ویل شوي، د پلازمېنې ال انډيا انسټیټیوټ اف مډیکل ساینسز ادارې چې د هند یو تر ټولو لوی روغتون لري، د ډاکترانو ژمنۍ رخصتۍ لغوه کړې دي.
د یادونې ده، چې په هند کې د کورونا دویمې څپې پر مهال چې د تېر کال اپریل او مې میاشتو کې راغله، د اوج پر مهال په یوه ورځ کې د نویو ناروغانو اوسط شمېر تر ۴۰۰ زره کسانو پورې هم رسېدلی و.



















