کورونا وېروس: امريکا او بريتانيا کې په ريکارډ کچه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د خپرېدو وخت

د امريکا متحد ايالاتو کې په يوه ورځ له يو ميليون ډېرې د کورونا وېروس مثبتې پښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې دلته چارواکو د اومېکرون بڼې د چټکې خپرېدا خبرداری هم ورکړی دی.

تېره ورځ امريکا کې د يو ميليون او اتيا زره مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې دا نړۍ کې د هر بل هېواد پرتله د نويو مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ده چې د اومېکرون بڼې شمېر په کې تر ټولو زيات بلل شوی دی.

په امریکا کې د وبا ناروغۍ لوړ پوړي سلاکار انتوني فوچي وويل، هېواد کې د مثبتو پېښو د تقريبا عمودي زياتوالي سره مخ دی او زياته يې کړه چې دا زياتوالی ښایي تر څو اوونيو پورې دوام ولري.

خو نوموړي د جنوبي افريقا بېلګه هیله بښوونکې ياده کړه، چېرته چې د اومېکرون بڼه په چټکۍ خپره شوې وه او اوس هلته په پېښو کې کموالی راغلی دی.

په امريکا کې پېښې په داسې حال کې په زياتېدو دي چې دلته د پخوانيو بڼو پرتله د مړينې او يا روغتون کې د بستر کېدو شمېر کم دی چې علت يې واکسين او د اومېکرون بڼې نرموالی ښودل شوی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په امريکا کې شاوخوا ۸۶۵۰ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي.

په امریکا کې وړاندې يه يوه ورځ کې د تر ټولو ډېرو مثبتو پېښو ریکارډ ۵۹۰ زره ښودل شوی و.

څېړنې ښيي چې د کورونا اومېکرون بڼه د ډېلټا پرتله نرم دی خو ويل کېږي چې د خپرېدو اندازه يې د نورو پرتله ډېره ده.

بل بلو په بريتانيا کې د حکومتي شمېرو له مخې په ټوليز ډول نژدې ۲۱۹ زره د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دا په دې هېواد کې په يوه ورځ د تر ټولو لوړ شمېر ښودل شوی دی.

د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانس ويلي، که څوک فکر کوي چې د کورونا وېروس پر وړاندې مبارزی پای ته رسېدلې دا پر ځای خبره نه ده او له خلکو يې وغوښتل چې روغتيايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه د دې امکان شته چې له ټولبنديز پرته د اومېکرون بڼې له دې څپې تېر شو خو هغه زياته کړه چې راتلونکې اوونۍ به خورا ننګونکې وي.

په ورته وخت کې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کورونا وېروس په ځانګړې توګه د اومېکرون بڼې مثبتې پېښې په زياتېدو دي چې د روغتيايي خدمتونو برخه يې له ستونزو سره مخ کړې ده.