هند او پاکستان له يوه بل سره د اتومي شتمنيو او بنديانو لستونه شريک کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د هند او پاکستان حکومتونو د شنبې په ورځ (۲ جنوري) د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو له مخې یوه بل ته د اتومي شتمنیو او په بندي خانو کې د بندیانو لیستونه شریک کړي دي.
پلازمېنه ډیلي او اسلام اباد کې چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ډيپلوماتانو یوه بل ته له اتومي شتمنیو سره سره په خپلو بندي خانو کې د مخالف لوري د بندیانو شمېر هم شریک کړی دی.
د اتومي شتمنیو مالومات له یوه بل سره شریک کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۸۸ کال د هغه تړون له مخې کېږي، چې د جنګ په وخت کې به یو بل د اتومي شتمنیو له هدف کولو ډډه کوي، چې د په نښه کېدو په صورت کې به يې دواړو غاړو ته زیان ډېر وي.
دغه تړون چې په ۱۹۸۸ کال کې لاسلیک شوی، عملا کار پرې درې کاله وروسته له ۱۹۹۱ کاله پيل شوی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې تبادلو کې د یوه بل په هېواد کې د بندیانو لیستونه هم شریک شوي، چې دا بیا د دواړو څنګلوریو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۰۸ کال د تړون له مخې کېږي. د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونو باید هر کال په جنورۍ او جولاۍ میاشتو کې یوه بل ته د دوی په بندي خانو کې د بندیانو لیستونه تبادله کړي.
په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو له لوري د هند لوی ډيپلوماټ ته په ورکړل شوي لیست کې ویل شوي، چې د هغه هېواد په بندي خانو کې ۶۲۸ هندي وګړي بندیان دي، چې په کې ۵۷۷ يې کب نیونکي دي.
همداسې په ډیلي کې د هندي چارواکو له لوري پاکستاني ډيپلوماټ ته په ورکړل شوي لیست کې ویل شوي، چې د دوی په بندي خانو کې ټول ۲۸۲ پاکستانیان بنديان دي، چې ۷۳ هغه يې پاکستاني کب نیونکي دي.
د هند او پاکستان ترمنځ د یوه بل هېواد کب نیونکي اکثره وخت په عرب سمندر کې نیول کېږي، چې دغه کب نیونکي په ناپامۍ د یوه بل سیمې ته اوړي.
عرب سمندر چې د پاکستان له کراچۍ بندر او د هند له ګجرات ایالت دواړو سره نښلي، د مالومې پولې د نشتوالي له امله اکثره وخت د دغو هېوادونو کب نیونکي مخالف لوري ته ور اوړي او چې بيا د سمندري ځواکونو له لوري نیول کېږي.
د دواړو هېوادونو په بندي خانو کې اکثره وخت دغه ډول کب نیونکي بنديان وي، چې وخت نا وخته يې بیا دواړه هېوادونه د بندیانو به تبادلو کې سره خوشي کړي.






















