کورونا وېروس: په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې د ټولنیز واټن مراعتول بیا پیل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
سعودي عرب چارواکو د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون د خپرېدو مخنیوي لپاره د مکه المکرمه په مسجدالحرام او د مدینې منورې په مسجد نبوي کې له عبادت کوونکو غوښتي چې ټولنیز واټن مراعت کړي.
سعودي چارواکو د روان کال اکتوبر کې اعلان کړی و چې په مسجدالحرام کې د ټولینز واټن ساتلو په ګډون یې د کورونا مخنیوي بندیزونه ختم کړي دي، خو اوس بېرته په دې جومات کې د لمانځه پر مهال د ټولنیز واټن مراعتولو لارښود نښانونه ټومبل شوي دي.
د سعودي عرب رسمي خبري اژانس د یوه چارواکي له قوله ویلي، دا محدودیتونه د ټولو لمونځ کوونکو او عمره ادا کوونکو لپاره دي.
د یادې دولتي سرچینې له قوله ویل شوي، د ټولنیز واټن تر څنګ د ټولو لپاره د ماسک کاروول هم لازم شوي دي.
دا اقدامات د سعودي عرب حکومت له لوري د کورونا وبا مخنیوي هغو اقداماتو لړ کې شوي چې په هر ځای کې یې د ماسک کاروول او دغه راز د ټولنیز واټن مراعتول اجباري کړي دي.
تېره میاشت په سعودي عرب کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر کې پاموړ زیاتوالی راغلی. تېره ورځ د سعودي عرب عامې روغتیا وزارت وویل، ۷۴۴ کسان پر کووېډ - ۱۹ اخته شوې، چې دا له تېرې اګست میاشتې راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د عکس سرچینه، Reuters
په سعودي عرب کې د کورونا وبا له پیل راهیسې ټولټال ۵۵۴ زره کسان پرې اخته شوي او د مړینې رسمي شمېر ۸۸۷۴ کسان یاد شوي دي.
تر اوسه د سعودي عرب ټولټال ۳۵ میلیونه اوسېدونکو له ډلې ۶۷ سلنه کسانو ته کورونا ضد واکسین دوه خوراکه ورکړل شوي او شپږ سلنه خلکو یې بیا درې خوراکه واکسین ترلاسه کړي دي.
تېر کال د کورونا وېروس مخنیوي لپاره سعودي عرب بهرنیو حاجیانو ته اجازه ور نه کړه، چې مراسمو کې ګډون وکړي او یوازې په هېواد کې دننه یو شمېر کسانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د حج مراسمو کې د ګډون لپاره مکې المکرمې ته ورشي.
د دې تر څنګ یو شمېر هېوادونو کې کې چاروکو پروسږ کال د حج مراسمو له پیلېدو مخکې ویلي و، د کورونا وېروس له کبله به خپلو حاجیانو ته اجازه ور نه کړي چې مکې المکرمې ته سفر وکړي.




















